ټولنیزه برخه

نبوي سیرت او په پوهنتوني نصاب کې یې اړتیا!

محمد آصف آزاد

هغه هیله او غوښتنه، چې پوهنتون ته د راتګ له هغې لومړی ورځې مو په زړه کې را ټوکېدلې وه، ځای ځای مو یاده کړې هم وه؛ خو لکه څرنګه چې د “لویې هیلې” له پوره کېدلو سره “وړې هیلې” هم تړلې وې، نو زموږ دا “هیله” هم، همداسې “هیله” پاتې وه/ده.

هغه لویه هیله د “خپلواک اسلامي نظام” څخه برخمن کېدل و. اوس چې لله الحمد، هغه لویه هیله مو پوره شوې، وړې هیلې به مو هم ان شاءالله ورسره پوره کیږي.

د ۲۰۲۰/۰۳/۱۸ نېټه مې پر خپله فېسبوک پاڼه ولیکل چې: “که نظام زموږ وی، چارواکي یې زموږ وی او نصاب یې زموږ وی؛ نو ما به حتماً دا غوښتنه کولی چې، د هېواد د پوهنتونونو د حقوقو او سیاسي علومو په پوهنځي کې دې په حتمي توګه په اتو واړو سمسترونو کې د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم مبارک سیرت په پوره تفصیلي ډول تدریس او ولوستل شي.”

نو ځکه خو وایو چې تر بل هر وخت یې نن ښه موقع ده، چې هماغه هیله بیا اظهار کړو، ترڅو تر مشرانو ورسیږي او مثبته پایله ترې ترلاسه شي. اوس د دې هیلې او غوښتنې د پوره کېدلو وخت را رسېدلی. ځکه نظام مو خپل دی، مشران مو خپل دي او زموږ د دین او هېواد په ګټه قدم مخکې پورته کیږي.

د خپل محبوب پیغمبر صلی الله علیه وسلم له سیرت څخه خبرېدل، که څه هم د هر مسلمان لپاره ضرور ده؛ خو د یوه لوستي ځوان/محصل لپاره خو بیخي لکه فرض داسې ده. په کار ده چې په پوهنتوني نصاب کې د نبوي سیرت شاملېدل له لومړیتوبونو هغو څخه وي.

په پوهنتوني نصاب کې د شته نیمګړتیاوو په ډله کې زما په اند تر ټولو ستره نیمګړتیا زموږ د لارښود، حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د مبارک سیرت نشتون دی.

د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ژوند او سیرت او په هغې کې نغښتې لارښوونې یوازې د هماغې زمانې لپاره نه وې؛ بلکې د هرې زمانې او د ټولنې د هر مسلک خاوند لپاره تر ټولو غوره، په زړه پورې او ګټورې لارښوونې لري. رسول الله صلی الله علیه وسلم د ژوند په هره برخه کې د مسلمان لپاره تر ټولو غوره او تر ټولو کامله نمونه ده، چې باید پیروي یې وشي. یو څوک چې د هر چا فکر ډېر لولي او ورسره سر و کار یې وي؛ نو ژوند به یې د هماغه شخص د ژوند په څېر برابریږي او په ژوند کې به یې د هماغه شخص نښې نښانې جوتیږي. د یو مسلمان لپاره (بلکې د هر انسان لپاره) تر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم غوره، کامله او د پیروی وړ بله څېره هیڅکله نشته او نه به پیدا شي. د کومې څېرې په هکله چې الله پاک خپله فرمایلي: (لَّقَدْ كَانَ لَكُمْ فِى رَسُولِ اللَّهِ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ لِّمَن كَانَ يَرْجُوا اللَّهَ وَالْيَوْمَ الْءَاخِرَ وَذَكَرَ اللَّهَ كَثِيرًا.) سورة الاحزاب: ۲۱ ایة

“په یقیني توګه، ستاسې لپاره د الله په پېغمبر کې د نېکۍ يوه خورا غوره نمونه ده، د هر هغه چا لپاره ده چې د الله او د اخرت د ورځې هېله من وي او الله ډېر ډېر ياد کړي.”

که څه هم اړینه ده چې د هرې پوهنځی په کریکولم کې نبوي سیرت وي/شامل شي؛ خو متاسفانه د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی لا نبوي سیرت نلري.

زه حیران یم، څنګه د یوې “مسلمانې ټولنې” لپاره “مسلمان سیاستپوه” فارغیږي؛ په داسې حال کې چې د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم له سیرت څخه نه وي خبر!

د مکیاولي، هابس، روسو، جانلاک او… نظریات به ښه په شد و مد لوستل کیږي؛ خو د خپل پیغمبر اقوال به په تاخچه کې اېښودل شوي. که داسې کیږي، نو څرنګ د مکیاولي سیاست لوستي څخه د محمدي سیاست تمه وکړو؟!

همدا لامل دی چې له ډېرو لوستو اورو چې “اسلام یې له سیاست سره څه؟!” ولې به نه وایي؟! ځکه خو نه دي خبر، چې حضرت محمد صلی الله علیه وسلم معهدې کولې، تړونونه یې کول، استازي یې لیږل، جهاد یې کاوه، اقتصاد یې تنظیموه او…

زموږ محصل که د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ژوند او سیرت دقیق ولولي، د ژوند هر اړخ یې ورته روښانه او تشریح شي؛ بیا به هیڅکله هم د سیکولرېزم دین دښمنې نظریې څخه متاثره نشي او بیا به زموږ لوستي ونه وایي چې دین یې له سیاست سره څه؟! بلکې همدا به یې یقین او ایمان وي چې “اسلامي سیاست تر ټولو ښه او غوره سیاست دی.” بیا به زموږ لوستي هیڅکله هم جهاد ته ترهګري ونه وایي، بیا به زموږ لوستي هیڅکله په خپله مسلمانه ټولنه د پردیو کفري نظریو راوړونکي، تحمیلوونکي او پلوي نه وي، بیا به زموږ لوستي هیڅکله هم حکومتي دندې ته د پیسو پیدا کولو او جوب ډکولو وسیله ونه وایي او بیا به زموږ لوستي د هېواد د پرمختګ هر ګام د کامل او شامل مبارک دین په چوکاټ کې پورته کوي.

موږ که خپل تېر زرین دور ته ورګرځو؛ نو دا به یوازې د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په لارښوونو د تګ په وخت ممکن وي.
خو که موږ د خپل پیغمبر صلی الله علیه وسلم له ژونده خبر نه یو؛ نو څنګه به په خپلو کړنو کې د هغه صلی الله علیه وسلم اقتدا وکړی شو؟! او که خدای مکړه خپلې چارې مو د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم څخه په پیروی نه وي؛ نو څنګه بیا د بریا هیله کولی شو؟!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مشوره

وروره کور دی ودان، که زما وس کیدایلی ما حتی په انجینری، طب او …. کی هم د سیرت په پوره تفصیل حتمی کری وای زکه داسی انجینر او داکتر او …. مو په کار دی چی د رسول الله په سیرت ژوند کوی. خو، دا کار د عبدالباقی حقانی په خبرو او فکر نه کیژی او نه هم دده په طریقه تطبیق کیدایشی دا مناسب وخت او معقول ترتیب ته ضرورت شته. شیخ حقانی کار نه کوی بس اساتید سپک کری نه یه طرحه معلومیژی نه ی کار. دا سری د تحصیلات عالی لپاره سرطان دی. امیر المومنین باید… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx