ترکیه او سعودي؛ په سُني نړۍ کې د مشرۍ پر سر سیالي!

لیکوال: احمد بلال خلیل

زما هم واورئ! کالم: د ټولواک سعود په نامه جوړه شوې سعوديه او د عثماني خلافت نه ورپاتې ترکیه له پېله د ټکر او د اختلافونو سوابق لري. د سعودي د شهنشاهیت بنسټ هم د ترکيې د عثماني خلافت پرخلاف په مبارزو کې ایښودل شوی و.

هغه مهال عثماني خلافت د اروپا د مریض په توګه یادېدله، او د دوی پرخلاف د انګلیسي لارنس هغه افسانوي هڅې به اوس هم د آل سعود د کورنۍ د ډېرو غړو د خاطرو په تل کې پرتې وي، چې په څه ډول یې د ترکانو پرخلاف د عربانو باغیانه جګړې ته د پان عربیزم نوم ورکړ، چې پای پکې نه د مکې شریف خلیفه شو او نه پکې عربان د پان-عربیزم د امپراتورۍ خاوندان.

دا د انګلیسي ډيپلوماسۍ شیطاني شهکار و، چې له یوه خوا یې د مکې شریفې د خپلو اورادو (عربي نشنلیزم) له مخې سهرمن کړ او له بلې خوا یې د عربانو زمکې د (سایکس-پیکاټ) تړون پر مټ پخپلو (انګلیس او فرانسه) کې وویشلې، چې پایله یې بیا د نورو لویو هېوادونو ترڅنګ د وړو-وړو عربي هېوادونو په توګه راووتلې.

که څه هم وتلی او پياوړی محمد حسنین هیکل په دې خوشبینه دی، چې ښه شوه کمونستانو په روسیه کې خپل تاریخي انقلاب پياده کړ او د دې استعماري تړون (سایکس-پيکاټ) متن یې نړیوالو ته په ډاګه کړ. خو دی بیا هم له دې خبرې سترګې پټوي، چې د دې تړون له بربنډیدلو سره بیا هم عربان پر یوې کاسې راټول نشول، او نه پر یو برغولي متفق!

که څه هم وروسته دا ولوله او د پان عربیزم دا انګیزه جمال ناصر بیا راژوندۍ کړه، او د سویس کانال له تاریخي جګړې وروسته یې په دې لار کې یو څه بریالیتوبونه هم ولیدل، او ثمره یې د «الوطن الاکبر» او د سوریې-مصر د اتحاد په توګه راووتله؛ خو په تاریخي ډول دې پالیسۍ یوازې د ناکامۍ مخ لیدلی دی.

دلته زمونږ موضوع د پان عربیزم سکالو شاربل نه دي، بلکې د دوو قامونو (ترک او عرب) تاریخي رقابت او د دوی ترمنځ سړه جګړه (د سعودیانو او ترکیې ترمنځ) بحث ته غورځول دي، چې په څه ډول یې د عراق (۲۰۰۳) جګړې وروسته، دوی په یو ډول اتحاد کې سره غوټه کړې دي او د ۲۰۱۰کال عربي پسرلي وروسته د دوی د دې اتحاد غوټې راوسپړلې.

که څه هم د سعودي او ترکيې اړیکې له پېله زړه راښکونکې نه وې، خو د دواړو هېوادونو ترمنځ په ۱۹۷۰لسیزه کې سوداګریزو اړیکو خپل سر وکړ، ترکانو ته د سعودي د تېلو اړتیا وه، او سعودیانو ته بیا د ترکانو د ساختماني شرکتونو.

د سړې جګړې په بهیر کې دواړه په یو بلاک کې ول، چې موخه یې د کمونیزم حصار او شورویان د خلیج له تېلو او د باسفورس کانال څخه لرې ساتل و.

وروسته په ۱۹۹۰لسیزه کې بیا د ترکانو د پان اسلامیکي تحریکونو د فکر له امله دا اړیکې تر یو څه حده د نېژدې کېدو په لور ولاړې او د ۲۰۱۰کال په پای کې د دواړو هېوادونو خپلمنځی تجارت د ۵ ملیاردو ډالرو ارقام وغږوه او ترکیې ته په دې کال تقریباً ۸۴زره سعودي سیاحان ولاړل.

په ۲۰۰۸کال کې په نړۍ کې اقتصادي بحران (Financial Crises) د امریکا د ګرو ورکوونکو له صنعت (Mortgage Industry) څخه سر راپورته کړ او د نړۍ نورو هېوادونو ته یې هم په سرعت ریښې وکړې، او پای یې اروپا ته هم خپل بدرنګ اخېړ ورکړ.

پر همدې کال روسیې د جورجیا په معامله کې امریکا چلنج کړې وه.

یو کال وروسته په عربي نړۍ کې د پسرلي هوا په چلېدو شوه. څوک څه پوهېدل، چې دا د «نائیل» هواګانې به د «برهو» په ګرمو سيلیو بدلیږي؛ خو بیا هم د عربي پسرلي پاتې چارو تر اوسه پورې د نړیوال سیاست بازار تود کړی دی.

په همدې شالید کې او هله چې اروپايي اتحاديې د ترکیې غړیتوب له نورو شرطونو سره تړلې وبللې، پای دې سیناریوګانو انقره اړ کړه، چې خپلې د لویدیځ-په-لور پالیسۍ ته نور لاس په تندي کيښنني او د اړیکو پولې د ختیځ-په-لور پراخې کړي.

که څه هم، د ترکیې اردوګان او داؤد اوغلو به خوښې څرګنده کړي که د اروپايي اتحادې پرمخ يې دروازې پرانېزل شي، ځکه دا کار دوی د ترکیې د ملي ګټو په سر کې شمېري؛ خو دا کار چې اوس ناشونې دی، دوی هم اوس د (جوسېف نائ) په رنګ د ختیځ په لور مخه کړې ده.

له کله نه چې داؤد اوغلو د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر په توګه راغلی، د ترکیې په معاصره ډيپلوماسۍ کې یې یو بدلون رامنځته کړی دی. ده یو څو کلونه وړاندې، چې دی هغه مهال په پوهنتون کې د نړیوالو اړیکو پروفیسر و، د «ستراتيژيک عمق» په نوم یو کتاب ولیکه. په دې کتاب کې داؤد اوغلو د ترکیې پر باندنېو چارپوهانو ور روښانه کړې وه: « پکار ده ترکیه پخپل ستراتيژيک عمق کې [چې ده د ترکیې جیو-استراتيژيک موقعیت او د عثماني خلاف نه ورپاتې تاریخي میراث ته عمق وایه] پناه ګاه ولټوي.»

د ۲۰۰۴کال وروسته د بهرنیو چارو وزیر په توګه د ده (داؤد اوغلو) راتلل او هغه مهال د اروپايي اتحاديې لخوا ترکیه له بندې دروازې سره مخېدل، انقره اړ کړه، چې پر خپلې همدې فلسفې روانه شي.
ده له هغه مهال نه تر دې مهاله پورې د ترکیې د بهرنیو چارو لپاره درې نظریې وړاندې کړې دي: لومړی، «له ګاونډیانو سره صفر کړکېچ»

دویم، «په بالقان کې سوله او امنیت»

درېیم، «تاریخ؛ یوازې د یادونې لپاره».

پر لومړۍ نظریې ترکیه تر ۲۰۱۰کال پورې روانه وه، چې دوی ته يې ښې پایلې ورکړې؛ خو د سوریې، عراق، او په مصر کې د چارو له امله دوی خپلې دې پالیسۍ ته د ۱۸۰درجو بدلون ورکړ، او اوس یې دوی په نړیوال سیاست او ډيپلوماسۍ کې تر څه حده له انزوا سره مخ کړې دي.

دویمه نظریه د بالقان د هېوادونو او سیمې لپاره ورکړل شوې وه.

درېیمه نظریه، دا مهال، چې اردوګان له آرمینیانو څخه د سل کلونو وړاندې (۱۹۱۴) د عثماني خلافت د کړو وړو لپاره بښنه وغوښتله، نو داؤد اوغلو آرمینیا ته وویل، دا باید «یوازې د یادونې لپاره وي»- مونږ پرې نور سر ونه ګروو، بلکې د اړیکو د ښه کولو په لور ولاړ شو.

سعود د خپل نوي جوړ شوي هېواد په لومړیو شپو ورځو کې ژر له درېیو ځواکونو سره اړیکې پېل کړې: انګلستان، امریکا او شوروی. سعود چې کله پر خپل نوم د هېواد د جوړولو هڅې کولې نو هغه مهال یې له انګلیس سره اړیکې درلودلې، چې دا یوازې بیا د کرنل لارنس په یو سمبول کې په ښه توګه تفسیریږي.

له دویمې نړیوالې جګړې وړاندې یې له روزویلټ سره د هغه په کښتۍ کې ولیدل، چې ان خپل څاروي یې هم وروستلي و، او داسې یې له امریکا سره د اړیکو مزی تر ننه راوغځیږي.

د محمد حسنین هېکل په روایت سعود خپل زوی فیصل هم شوروی ته لېږدولی و؛ خو د دې سفر جزئیات لا ندي مالوم، چې بیا هم یوې آرشیفي پلټنې او راڅپړنې ته اړتیا لري.

د سعودي په ستراتيژيکي سوچ کې هله بدلون ولیدل شو، چې په ۱۹۷۹کال په ایران او افغانستان کې غبرګ بدلونونه تر سترګو شول. له یوې خوا شوروی پر افغانستان یرغل راووړ، سعودی دا برید د خپل امنیت لپاره اساسي خطر وګاڼه، په همدې بنسټ یې له افغان مجاهدینو څخه ملاتړ اعلان کړ.

له بلې خوا په ایران کې د تورو پګړیو خاوندان د خپل اسلامي انقلاب پر برپا کولو د سعودي شهزادهګانو د خولې خوند ورخراب کړ او سعودي بیا دا انقلاب په سیمه کې د خپلو ګټو په لار کې خنډ وباله.

د دې خنډ د لرې کولو په موخه سعودي د امریکا ترڅنګ عراق پر ایران ورشتۍ کړ ترڅو نه یوازې دا چې امام خمیني د خپل انقلاب پر شنه سهار مصروف کړي بلکې د نړۍ دا یوازینی شیعه هېواد له زمکې هم پورته کړي؛ خو ایران بلا وکړه او دې توپان ته ټینګ شو، که څه هم په دې لار کې یې له اسرائیل او امریکا څخه هم یو څه وسلې، د امریکایي ډیپلوماتانو په بدل کې، راونیولې. امریکا دواړو لوریو ته د وسلو ورکولو پرمټ دا لوبه تر ډېره روانه وساتله.

دا شالید هغه و، چې ایران او سعودي یې د شلمې پيړۍ په وروستیو درې لسیزو کې سره ښکېل او د یو بل پرخلاف بدګمانه کړل.

په ۲۰۰۳کال چې کله امریکایانو پر عراق برید وکړ، او په عراق کې یې یو شیعه حکومت ځای پرځای کړ. ایران دې کار ته هرکلی ووایه. خو سعودي په بل اړخ کې بدګمانه شوه.

پر دې مهال سعودي د مصر او اردن پسې شو، چې په سیمه کې د ځواک یو بل محور جوړ کړي.

ځکه په عراق کې د یو شیعه حکومت له راتللو سره سعودیانو د ځواک-انډول تله د ایران په لور درنده ولیدله.

سعودي همدا مهال، ترکیه هم خپل دې محور ته راوبلله. ترکیه چې د هېواد په دننه کردان لري، او تر ډېر وخته ورسره لاس و ګریوان وه، په عراق کې د شیعه حکومت په راتللو ویریده، چې هسې نه عراق پر فرقه ای او توکمي بنسټونو وویشل شي، نو سبا به زمونږ کردان هم د کردانو له هېواد سره یوځای کېدل غواړٍي. ځکه خو ترکیه د عراق اتحاد غواړي او په عراق کې د شیعه ګانو د حکومت او د مالکي پرخلاف تر اوسمهاله نیوکې کوي.

د ایران اتومي پروګرام یوه بله ستونزه ده، چې سعودي ترې وېره لري او خدشه لري چې هسې نه په سیمه کې ترې هيژومنیک ځواک ساز شي. ترکیه بیا په دې معامله کې له سعوديانو سره اختلاف لري، او د ایران سوله ایز اتومي پروګرام د هغې اړتیا او حق بولي.

په ۲۰۱۰کال چې په عربي نړۍ کې د عربي پسرلي اوازې شوې، نو سعودي ورسره له پېله مخالفه وه، یوازې په لیبیا کې ورسره همغږې شوه؛ ځکه لیبیا او سعودي د معمر القذافي پر مهال ښې اړیکې نه درلودلې او په تېره بیا د معمر القذافي او د عبدالله ترمنځ شخصي اړیکې هم ښې نه وې. ترکیې بیا پرته له لیبیا څخه، چې لومړۍ پکې متردده وه او د فرانسې هوايي برید ته یې په سمه توګه نه کتل، یو څه مخالفت وکړ او په نورو ټولو عربي هېوادونو کې یې له نویو رژيمونو او انقلابونو څخه ملاتړ اعلان کړ.

د ترکیې اردوګان پکې د سعودي د عبدالله پخوانېو ملګرو (اسلامي تحریکونو) ته په داسې مهال لاس ور اوږد کړ، چې عبدالله ورسره دمخه (قچي) کړې وه.

ترکیې پکې د عربانو پسرلي ته هیله منده ناسته وه او غوښتل یې، چې حالات ورته سازګار کړي؛ خو په بل مخ سعودي په یمن، او بحرین کې د پسرلي ګُل، چې لا یې غوټۍ نه وه نیولې، پرې کړه او په مصر کې یې هم پر پسرلي خزان راووست.

ترکیه په منځني ختیځ کې د ډیموکراسۍ پلوۍ ده؛ سعودي بیا دا هر څه د خپلو پښو لاندې تخت او د سر د پاسه شته تاج ته د خطر شړنګانۍ ګڼي.

د سعودي او ترکیې ترمنځ دا سړه جګړه د سیسي د کودتايي شیبو پرمهال په هغه خبرو، چې اردوګان په خپله طریقه عبدالله ته، او سعودي، ترکیې ته وکړې، په ښه توګه جوتیږي.

په منځني ختیځ او اسلامي نړۍ کې د سعودي او ترکیې ترمنځ د مسلمانانو د مشرتابه لپاره مسابقه او سړه جګړه پرمخ روانه ده. سعودي په دې مقابله کې له «وهابیزم» او د دین ترڅنګ له خپلو پېټرو ډالرو څخه ګټه پورته کوي، او په بل اړخ کې ترکیه د خپل زیاتیدونکي نرم ځواک، اقتصادي پرمختګ، له مسلمانانو څخه د ملاتړ او د اسلامي نړۍ د قدوې د مشرانو په لرلو دا لوبه او سړه جګړه ګرمه ساتلې ده.

په دې اړه دوی په فلسطین کې نه یوازې دا چې له حماس څخه ملاتړ کوي، بلکې سومالیا او برما ته د خپلو استازو په لېږدولو او د افغانستان لپاره د کانفرانسونو د رابللو په موخه غواړي، چې د دې مشرۍ جوګه و اوسي. که څه هم ترکیه د ناټو په چوکاټ کې افغانستان کې پوځ لري؛ خو ترکیې دلته په افغانستان کې هم داسې رول خپل کړی، چې له پيله تر اوسه یې پوځیان له طالبانو سره نه دي ښکېل شوي، بلکې یو چوپ تفاهم هم لري. طالبانو تېر کال ترکیه انجیران پرېښوول او په خپله خبرپاڼه کې يې دا هم وویل، چې دا یې د «حسن نیت» لپاره پرېښوول.

وخت به دې هر څه و ته، چې د «مشرۍ» پر سر پدې سیالۍ کې به کوم لوری ګټیالی شي، او د سیالۍ دې ډګر ته به اندونیزیا، مالیزیا، او پاکستان کله راودانګي، ډېر ژر ځواب کړي. او ترڅنګ به یې دا هم وښايي، چې د داؤد اوغلو فلسفه رښتیا هم د نیو-عثمانیزم فلسفه ده او که هسې له وخته مخکې وېره او یا ډېره هوايي هیله!

تبصرې (5)

  • یوه لنډه یادونه:
    پورته له محمد حسین هیکل څخه مراد محمد حسنین هیکل دی، چې د جمال ناصر، انور سادات، او حسني مبارک نېژدې سلاکار ، او د عربي نړۍ تر ټولو ځواکمن ژورنالېست او د الاحرام اخبار مدیر و.

    مننه

  • مننه خلیل صاحب
    ستاسو په مضامینو هماغه له بحث فورم څخه روږد شوی یم ، پرمحتوا او له معلوماتو ډکي لیکني مو دي، د نړیوالو اړیکو په اړه داسې مفید مضامین په پښتو لږ پیدا کیږي، زه د علومو اکاډمۍ د سیمیزو مطالعاتو د مرکز مجلې هم ګورم، خو زیاتره یي له ایراني منابعو ټکي په ټکي ژباړې او برسیرن مضامین وي، الله تعالی مو په استعداد برکت کړه چې نور خواږه مطالب هم راولوروئ مننه

  • ډیرپه زړه پورې معلومات مو د دواړوهېوادودنوپه اړه شریک کړي .په قلم موبرکت شه

  • Very good writing, I enjoyed reading it. You mentioned the name of English spy Lawrence, this person was sent to Afghanistan too and named Pir Karam Alisha and served as Imam in Puli Khishti Masque for many years and many illiterate people followed him in prayers as Imam, people believed in him more than they believed Ghazi Ammanullah Khan, who beat-up English and got freedom.(I can't think about it, makes me sick).