دیني، سیرت او تاریخ

د فتح آباد( پتیوات) تاریخي جګړه

لطیف یاد

د افغانانو او انګریز انو تر مینځ د افغان – انګریز په دویمه جګړه (1878–1880 ) کې یوه مشهوره جګړه د فتح آباد جګړه ده چې د افغاناني قبیلو په تیره بیا د خوږیاڼیو او نورو غلجیو پښتنو په ګډون چې جبارخیل، معروف خیل او نورو پښتنو هم پکې ګډون درلود. دا هغه جګړه وه چې د افغانانو او انګریزانو تر مینځ د ۱۸۷۹ زیږدیز کال د اپریل د میاشتې په دویمه نیټه د ننګرهار د سره رود د ولسوالۍ په جنوب لویدیز د فتح آباد په سیمه کې چې عام خلک یې( پتیوات )بولي شوې ده چې د افغانستا ن په هیڅ یوه تاریخ کې ما د دغې جګړې ذکر نه دی لوستلی، خو نن مې له نېکه مرغه په انګریزي تاریخونو کې ددغې جګړې په اړوند خورا غوره معلومات ترلاسه کړل. د دغې جګړې مشري د انګریزانو د برید جنرال ګوګ(Brigadier General Gough) پر غاړه وه، په دې جګړه کې د انګریزانو د پریزیډینسي پلی پوځ او د بنګال، بمبۍ، مدراس، حیدر آباد او پنجاب د پوځي قطعاتو هم ګډون کړی و چې په ښو وسلو، ټوپکو، توپونو او جنګي تجهیزاتو سره سنبال و، په دې جګړه کې پنځه زره خوږيانيو پښتنو چې زړې وسلې او تورې یې په لاسونو کې وي هم ګډون درلود چې نور غلجي پښتانه هم ورسره و. په دې جګړه کې د انګریزانو یو میجر چې (Major Wigram Battye )نومید پر ټټر یوه ګولۍ ولګیده او مړ شو او د انګریزانو په پوځ کې ګډوډي رامینځ ته شوه او په دې توګه انګریزانو په دغه جګړه کې ماتې وخوړه(۱) او پاتې ژوندي کسان یې جلال اباد ته وتښتیدل. تاسو په لاند ینی انځور کې ددغې جګړې یوه صحنه لیدلی شئ!

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx