نظــر

ولې د شرقي انسان وینه د شرقي په لاس تویږي؟

شرر ساپی

له کومې ورځې نه چې په اوکراین برید شوی، عربي نړۍ په دوه برخو وېشل شوې، یوه برخه یې دغه جګړه نه یوازې تایدوي، بلکې د روسانو سره څنګ په څنګ د اوکراین پر وړاندې جنګیږي، دا هغه ډله ده چې په تېرو څو لسیزو کې د امریکا د ناسمو پالیسیو او ظالمانه بریدونو څخه تر پوزې رسیدلي وو، په تېره سوریایان او عراقیان چې د امریکا او غرب لخوا په بې رحمانه ډول ووژل شول.
په 2003 کال په عراق باندې د امریکا په برید کې اوکراین برخه اخیستې وه او په عراق کې یې فیزیکي حضور درلود.

دوهمه ډله هغه عربان دي چې په سوریه کې یې د روسي ځواکونو په وړاندې جګړه کوله.

څرګنده ده چې نړۍ به دغه جنګیالیو ته زمینه برابروي، څو د روسانو په وړاندې وجنګیږي.

دې خطر ته نړۍ او په خپله اوکراین متوجه شوی دی، نو د اوکراین مفتي د تلویزیون له لارې له عراقیانو بخښنه وغوښته او دا یې د اوکراینلویه تېروتنه وبلله، د نوموړې مسلمان مفتي دا بخښنه غوښتل د همدې برنامې یوه برخه ده، خو د مفتي په ویډیو باندې عراقیانو عجیب او غریب تعلیقونه کړي دی، خو زیاتو یې لیکلي: (مفتي صیب ستا بخښنه به زموږ د کوم درد دواء شي، زموږ کور دې ونړاوه، پرېږده چې تاسې هم دا درد ووینئ او د استعمار دا ترخه وڅکئ).

نوټ:
ولې نړیوال په پردي جنګ کې مسلمانان استعمالوي؟
دوی سیاسي درایت نه لري، که بې نهایته مجبور دي؟
د جغرافیایی موقعیت له مخې ولې د شرقي انسان وینه د شرقي په لاس تویږي؟
دا د شرقي تفکر عدم نبوغ دی، که مجبوریت ؟

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx