شعـــــرونه

وفا نشته په زړونو کې وفا لاړه له زړونو/عمر صديق

عمر صديق

وفا نشته په زړونو کې وفا لاړه له زړونو
د رحم شفقت ښکلې معنی لاړه له زړونو

په ډیرو زړو کې یاره هیڅ د رحم ماده نشته
په خوار غریب پوښتنه ښه وینا لاړه له زړونو

اخلاص په ورورګلوۍ کې شولو کډه نن له زړونو
رښتینې ورورګلوي ګوره رښتیا لاړه له زړونو

په خوله به کړي خوږې خبرې پټ به دي غماز وي
ملګرو یارانه سپینه صفا لاړه له زړونو

هر زړه کې غم دېره دی د غمونو تسلسل دی
خوښي دلته زخمي ده او مسکا لاړه له زړونو

روانې جنازې د محبت زموږ له کلي
نفرت کړي بادشاهي مینه ښکلا لاړه له زړونو

وريږي چې باران نن د فتنو په مونږه باندې
دا خوف الهي ذکر تقوی لاړه له زړونو

عمرصدیقه خپل ژوند دې تنها په مخه یوسه
زړه سوی او خواخوږي عمر اشنا لاړه له زړونو

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx