افغانستان

د تېر رژیم ماليې وزیر امریکا کې ټکسیواني پیل کړې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۹ کب، ۱۴۰۰ل): واشنګټن پوسټ د یوه راپور له مخې د تېر رژیم د ماليې وزیر خالد پاینده په امریکا کې ټکسیواني پيل کړې ده.

یادې ورځپاڼې لیکلي دي چې خالدپاینده د خپلې کورنۍ د ساتنې په موخه ټکسي چلول پيل کړي دي.

هغه ویلي دي چې مېرمن او څلور زامن لري او له خپل نوي شغل څخه راضي دی.

خو په ټولنیزو رسنیو ځینو کسانو بیا د نوموړي کار یو تبلیغاتي عمل ګڼلی دی.

دوی لیکلي دي چې یو څوک مالي برخو کې دومره پوهه ولري چې افغانستان کې پرې وزیر کیدلای شو، اوس حتما په مناسب ځای په امریکا کې هم دنده پیدا کولای شي.

ځینو لیکلي دي چې د تېر رژیم چارواکي په دغه ډول کړنو سره غواړي ځانونه له فساد پاک وښيي.

د یادونې وړ ده چې خالدپاینده مخکې تر دې چې استعفا ورکړي امریکا ته تللی و او له هغه ځایه یې اشرف غني ته استعفا لېږلې وه.

هغه د چارو ادارې له مشر فضل محمود فضلي سره له یوې اوږدې مودې راهیسې د ګمرکاتو او عوایدو پر سر په لانجه ککړ و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

7 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد

ټکسي چلول په خپل ذات کې بد کار نه دی خو که چېرې دا عمل په رښتیا د فساد د پټونې په موخه نه وي.

ورک ځاځی

په خپل اصلي مسلک کى انسان څومره ښايسته ښکاري.

طوطی

…. و تُعزُ من تشاءُ و تُذلُ من تشاء… آل عمران ۲۶ په انسان هر حالت راځی. خو د نورو په بدبختی کی ځان ته هوسا ژوند څیړل د یوه بل مسلمان په خراب ژوند مړندی وهل دا یوه مسلمان ته نه ښایی. پرون یی ملا برادر په زنجیر باندی تړلی وه زندان ته یی کشاوه خو اوس هغه د وزیر اعلی معاون دی… نن طالبانو خبر ورکړ چی په دریو میاشتو کی شپته زره ماشومان د سویی تغذی یا خوار ځواکی سره مخ شوی. آیا کله مو فکر کړی چی آینده نسل به څومره ذلیله، ناتوانه او بی ارادی… نور لوستل »

ورک ځاځی

کار به مو بلکل د کار اهل ته سپارلۍ وۍ خو افسوس مونږ ته ستاسو اهليت ډير ښه را معلوم ده. مونږ د همدى پر ،قول د ستاسو، نااهلو سره خوشحاله يو او ستاسو په شان کادرونو څخه د الله سبحان وتعالى پناه غواړو. ☺️

طوطی

ورک ته: ما نه په پخوانی حکومت کی الحمد الله کار کړی اوسنی حکومت خو اصلآ حکومت ندی چی څوک خپل نوم ورسره بدنامه کړی. الله مو نور هم زلیله کړه. ملت مو په رسمیت نه پیژنی څه رسه دنیا وال. ټوله دنیا ته د جاهلو، بسیواده او نااهلو اشخاصو په صفت شهرت لری. قانون مو په غریب او غربه چلیږی لاړ شه د ملا حقانی کره د ورور غم یی وخوره چی په یو کم څلویښتو رانشی.

طوطی

ګوری ځینی لا مذهبه زما تبصری ته منفی لایکونه ورکړی. دوی د قرآن د احکامو ضد هم دی. دومره حسد، کینه یوه مسلمان ته نه ښایی. رنګ د پخوانی وزیر هم ورک او د طالب د وزیرانو هم. هغه خو تکسی وانی شروع کړی خو که پر تا یو ځل بیا راتله هیڅ مو زده ندی مجبور یاست چی بیا به د پاسپورت د ریس د ورورغوندی دکانونه جوړ کړی په پیښور او کویټی کی.

طوطی

چی الله وغواړی یو ساعت انسان له عزت څخه ذلت ته وړی. که پخوانی وزیر پس له څو میاشتو زلیله کیږی د حقانی صیب ورور په څو ورځو کی د زلالت کندی ته وولید
و تعزمن من تشاءُ و تذلُ من تشاء…

Back to top button
7
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx