نړۍ

ایمن الظواهري دالقاعدي نوي مشر وټاکل شو

Al-Zawahri-AP-543 (نن ټکی اسیا جون ۲۰۱۱/۱۶) دوبي: دالقاعدي ډلي دشیخ اسامه مرستیال ایمن الظواهري نوي مشر وټاکي، اوژمنه یی کړی ده چي امریکایانو اودهغوي دملګرو په وړاندي به بریدونه نورهم توند کړی، په القاعده پوري تړلي یوي جهادي ویب پاڼي باندی خبرخپورشوی دي پکښی ویل شوی دی چی دډلي دمرکزي شوری له غوڼدی څخه وروسته پریکړه شویده چي ایمن الظواهري به دالقاعدي مشر وی.

ایمان الظواهري چي داسامه له ډیرو زړو ملګرو څخه دي او دشیخ اسامه مرستیال پاته شوی دی، اوس چي نوموړی دالقاعدي نوي مشر ټاکل شوی دي، ډلی ژمنه کړی ده چي دنوی قائد په قیادت کي به دامریکایانو اواسرائیلو په وړاندی روان جهاد ته ادامه ورکړی.

ویب پاڼي کي دالقاعدي دډلی له لوري لیکل شوی دي مونږ دلوي خدای په مرسته دیو پاک اوسوچه دین دپلیکو لو لپاره مسلمان ملت جهاد ته رابولو ترڅو دمغرورو کافرانو لکه امریکایان اودهغوي ملګري اسرائیل اونور غلامانو په وړاندي وجنګیږي. په اخیر کی یی لیکلي دي زمونږجهاد به ترهغو پوری دوام ومومي ترڅو یرغلګرو ځواکونو اسلامي خاوره نه وي پریښی.

بخت الرحمن بخت………………………… نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x