د تونل سختو شپو کې؛ بنديان که پوځيان؟

چغتايې

د هرې جګړې پای کې ډېرې هغه پيښې رسنيو ته سپارل کيږي چې د جګړې پرمهال يې ښکاره کول يا له امکانه لرې وي، اويا د امنيتي تدابيرو لمخې پټې ساتل کيږي. د حماس ګوند پوځي ټولګي القسام د تېر درې ورځيني اوربند پرمهال رسنيو ته د يوې پيښې په اړه خبر ورکړ، کومې سره چې د دوی تکړه او ماهر پوځيانو مخ شوي ؤ. د القسام يو کنډک نژدې يوه مياشت تونل کې تېره کړه، او له ټولې جګړه کې غير حاضر ؤ.

د القسام ټولګي د “العصف الماكول” غزوه کې د مجاهدينو يو نهه ويشت کسيزه کنډک د تونل له لارې د جګړې ميدان ته د يو ځانګړي ماموريت لپاره واستولو ترڅو دښمن ته له نژدې ګذارونه ورکړي، خو الله تعالی بله اراده درلوده، مجاهدين لا د جګړې منځ ته رسيدلي نه ؤ چې د تونل خوله او سترګې د الوتکې بمونو ټپ کړې، پوځيانو خپل همتونه نه ؤ بايللي او د غار خلاصولو په لټه کې ول، دوی دلته دوه دندې درلودې يو داچې خپل هدف ته ځانونه ورسوي ترڅو دښمن دې حساسو شيبو کې ارام ونکړي او بل خپلو ملګرو سره تماس ساتل او له جزياتو يې خبرول، خو هيڅ ممکن نه ؤ بلکې ژوند هم خطر کې ؤ: د ع.س په نامه يوه مجاهد رسنيو ته وويل چې موږ د ځمکني يرغل اولو وختو کې يوڅه عمليات ترسره کړه او د دوی دوه ټانکونه مو والوزول، او دوو ملګرو مو استشهادي بريدونه هم ترسره کړل، بيا د قومندانۍ لخوا د هرچا د صلاحت مطابق عمليات وويشل شول، د ځينو دنده دښمن څخه د تونلونو د خولو او سترګو ساتنه او د ځينو دندې تونلونه عملياتو لپاره برابرول ؤ.

کله چې د تونل سترګې بندې شوې نو قومندان وايې چې تونل سره زمونږ اړيکه قطع شوه او دوی مو ورک شوو کې وشمېرل، خو د دوی خواړه ډېر نسبت دومره اوږدې مودې او  اړتياؤ ته ډېر لږ ؤ، خو بيا هم موږ دا ګمان نکولو چې دوی به مړه وي.

د تونل مجاهد وايې چې الله عزوجل موږ ته همغه ځای ـ د ځمکې سطحې نه پنځه دېرش کېلو متره لاندې ـ اوبه را ايستې وې، اوکنه د دې سيمې اوبه په نوي مترې کې راوځي، او د خپل لباس په ټوټه مو چاڼ کولې. همدا راز هر يو ملګري به د ورځې نيمه خرما خوړله.

د جګړې قومندان وايې کله چې اوربند اعلان شو موږ د دوی غار پر کېندلو پيل وکړ، کله چې خوله پرانستل شوه، مجاهدين مو ژوندي او روغ رمټ وموندل. سبحان الله! د دوی څخه يوتن د غار خلاصولو پر مهال شهيد او درې ملګري لا تراوسه ورک دي او پلټنې ورپسې روانې دي.

د دې نه وروسته يوه قومندا وويل زموږ مسلمان امت، فلسطيني ولس او مجاهدينو ته څرګنده شوه؛ کچېرته مو ټوله نړۍ پرېږدي نو الله تعالی به مو يواځې نه پرېږدي او خپل نصرت به راسره کوي.

هره جګړه کې چې اخلاص ډېر وي، الله تعالی پکې دا ډول کرامات څرګندوي ترڅو پرې د خپلو مجاهدينو زړونه مطمئن کړي.او همداراز وسايلو کې يې برکت ور اچوي؛ لکه د القسام او يا نوره نړۍ کې د مجاهدينو پوځي وسايل د دښمن مقابل کې دسيالۍ وړ ندي، خو بيا هم دومره قوي تاثر لري او مقاومت پرې دوامداره ساتلی شي، چې ځينو ماده پرستو نظرونه او شکونه د الله تعالی د دې ډول نصرت څخه جهالت پيدا کړي.

يوه خبر چې بايد له پامه ونه غوځول شي هغه دا؛ کومه ډله چې تر کومه په سمه روانه وي، او سپيڅلي اهداف ولري الهي نصرتونه ورسره وي، سره د دې چې مشکلات او سختی به پرې راځي خو لمينځه به نه ځي او نه به پرې دښمن داسې غالب کيدای شي چې رېښې يې وباسي، او وروستی بری به ورپه برخه کيږي، خو هرکله چې اهداف بدل شي، اخلاص ورک شي، او للهيت لمينځه لاړ شي، بيا د نصرت پرځای يې الله تعالی ذليله کوي، او له لاسه يې داسې ظلمونه کوي چې د هلاکت او بربادۍ سبب يې وګرځي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د