شعـــــرونه

یادونه یې درانه پاتې/ طارق

محمدصادق طارق

ژوند لکه چې ستړى وي يادونه يې درانه پاتې
ځينې ځينې نه ښکاري د مرګ په خوب ويده پاتې

شين به شي را لوى به شي تنه به يې هم جګه شي
لو او لور ته اړ دي دا غنم ځکه سپيره پاتې

کټ مټې انسان دى چې د ژوند مرحله تيره کړي
ساه ورڅخه والوزي کالبوت يې سم د مړه پاتې

ته چې را نه لاړې ته باور وکړه چې داسې شوم
زړه مې بيګانه شو په سينې کې و بې زړه پاتې

اوښکې د رخسار په ځمکه ځکه بې اختياره تلې
ټول حريم د سترګو يې چپه شو، بې باڼه پاتې

پرې يږده يوسف دې په کوهي کې بنديوان وي نور
څنګه يې راباسې نه رسۍ نه سلواغه پاتې؟

لاس راکړه رقيبه نن طارق درته اړ شوى يم
لاس به دې درښکل کړم نور نو ووايه چې څه پاتې؟

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx