
بیرغ
حفيظ الدين پيرزاده
د بیرغ مسئله دومرہ لانجمنه نه وہ لکه څومرہ چې پردو استخباراتو، داخلي گوډاگیانو، تښتیدلو سیکولرانو او زموږ لنډ اندو ملگرو غرضي او مرضي کړہ!
داؤد خان د خپل اکا د زوی د څلویښت کلنې پاچاھۍ بیرغ بدل کړ، څوک پر خبر ھم نه شول!
کمونستانو د داؤد خان بیرغ پر سرہ ھغه واړوہ، ھیچا حساسیت و نه ښود!
ډاکتر نجیب د کمونیزم بیرغ لیرې او پر ځای یې بل ور چوخ کړ، چا یې مخالفت و نکړ؛ ان کمونستانو ھم!!
مجاھدینو د نجیب بیرغ را کوز او پر ځای یې د شمال لنډہ غرو جنډہ پورته کړہ، بیا ھم چا غوږ پر و نه گراوہ!
طالبانو د لنډغرو زړوکی لیرې او پر ځای یې خپل سپین بیرغ ورپاوہ، ولس غلی پاته شو!
امریکا د طالبانو بیرغ لیرې او پر ځای یې د ورسرہ راغلیو گوډاگیانو په لاس ترسیم شوی بیرغ د ملي ھغه تر نامه لاندې را وپیژاند، خو ولس کومه اعتنا ورته ونکړہ!
اما رت درې رنگه بیرغ لا بدل کړی نه و، چې په رسنیو کې یې مخالفتونه اوج ته ورسیدل!
چا بیرغ ملي گټه و گڼله، چا ملي ھویت او چا تاریخي میراث!
دا ولي؟
دا ځکه چې:
۱- په تیرو شلو کلونو کې د بیرغ ساتنې، پالنې او د ملي ھویت د سمبول په توگه د پیژندنې لپارہ ډیر کار شوی و، د بیرغ لپارہ ځانگړې بودیجه منظور شوې وہ، سخت تبلیغ ورته کیدہ او کله کله خو به کومه نازنینه له خیالي اوربل، سپینې غاړې او سرو شونډو سرہ د ارگ په منځ کې را میدان ته شوہ او ویل به یې: زما بیرغ خو له رنگونو جوړ دی!
له ھمدې سرہ به کرزي خپله قرہ قل له سرہ لیرې کړہ او د نورو ناستو گډونوالو د چکچکو په تلاطم کې به یې په سترگې وھلو پیل وکړ.
ھلته په ناستو کسانو کې ھیڅوک داسې نه و چې وپوښتي که دا گډې وډې پر شعر ومنل شي نو دا به یې کوم فورم وي؟
چرته چې حُسن خپله جادو ښئیي، ھلته کلمات او الفاظ مانا له لاسه ور کوي. که نه په ناستو کسانو کې خو به یو سر خلاصی را پاڅیدلی و او ورته ویلي به یې و:
یه بلاگۍ دې واخلم! د دې نورو ھیوادونو بیرغونه لکه چې له اوبو جوړ شوي چې ستا ھغه له رنگونو جوړ دی!؟
۲- د درې رنگه بیرغ ډیری مدافعین د اوسني نظام مخالفین دي.
د ھغوی چلند عقدوي دی، بیرغ یا بل څه ورته مھم نه دی بلکې له ھرې ممکنې لارې چې وي، باید افغان حکومت ته ستونزې ایجاد کړي، له ننگونو سرہ یې مخ کړي په ولس کې یې باور ته زیان ورسوي او نور!
تاسې وگورئ! دا اوس چې څوک د درې رنگي بیرغ په حمایت کې کلک ولاړ دي، د دوی ډیری ھغه خلک دي چې پرون یې د افغانستان د ملي سرمایې پر کنگل کیدو خوښي ښودہ، له تلویزونونو، راډیو گانو او د ابلاغ له نورو وسیلو پر گټه اخیستنې یې امریکا ھڅوله چې زموږ ملي شتمني کنگل وساتي!
له رښتینې ملي شتمنۍ سرہ ھاغسې تعامل، او له بیرغ سرہ داسې!!
۳- د افغانستان دښمنان تل ھڅه کوي چې موږ پر داسې مسائلو کې لتاړ او نښتي وساتي چې نه معنوي، اقتصادي، سیاسي او یا کومه بله گټه پر مرتبه وي.
ھغوی غواړي موږ پر بیھودہ مسائلو یو بل له گریوانونو سرہ نیولي وي تر څو په اصلي ستونزو کې د فکر کولو فرصت پیدا نه کړو.
مرحوم استاد الفت به ویل:
ته خپل کار په بیغمۍ کوہ رقیبه!
موږ پخپلو کې ډیر وران یو نه جوړیږو
پایله
بیرغ مازې یوہ نښه دہ، ځکه خو ورته عَلَم ویل کیږي.
نه سپین بیرغ زموږ د ایمان برخه دہ او نه د جمھوریت درې رنگه ھغه.
که دواړہ وي یا دواړہ نه وي یا یو وي ھغه بل نه وي، ھیڅ مھمه نه دہ. تر ټولو مھم خپل ولس متحد او متفق ساتل دي.
ښه دا دہ چې که امارت په داسې مسائلو کې د عُرف څخه کار واخلي. په اسلامي فقه کې د ھغو فرعي مسائلو د حل لپارہ چې قران، حدیث او اجماع یې په اړہ څه نه وي ویلي، زموږ فقھاو د ټولنې له عُرف څخه د یوہ شرعي مصدر په توگه گټه پورته کړې.
په عُرف عمل پخپله له پیغمبر علیه السلام او صحابه کرامو څخه ھم ثابت دی.
أم المؤمنین حضرت عایشه رضی الله تعالی عنھا وایي: د مکې تر فتحې پس پیغمبر علیه السلام غوښتل کعبه ورانه کړي او له سرہ یې داسې ورغوي لکه څرنگ یې چې تھداب ابراھیم علیه السلام ایښی و؛ خو خلک نوي مسلمانان شوي و نو پیغمبر علیه السلام د خلکو نارضایتۍ په نظر کې ونیوله او له خپل نیت څخه منصرف شو.
ای کاش! امارت د ولس د خوښۍ لپارہ ھم ھمداسې وکړي، درې رنگه بیرغ چې ھر څنگه دی د ولس یوہ برخه یې پر پاته کیدو خوشالیږي!
خو که امیر المؤمنین یې د لغو کولو فرمان صادر کړی وي، بیا د یوہ افغان مسلمان په حیث یې د امر منل پر ټولو شرعاً واجب دی!
و من الله التوفیق
___________________________________
حفیظ الدین پیرزادہ
د مارچ ۲۰/ ۲۰۲۲ م
لندن
ملي هويت ، ملي وجاهت،ملي خصلت او په مجموع کې ملي ارزښتونه او ملي منافع بايد اول سم او دقیق تعريف شي . په افغانستان کې حاکميتونو د خپلې طبعې او خواهش مطابق ددې مفاهيمو سره شخصي ، فاميلی ، تنظيمي ، ګوندي او بانډي برخورد کړئ دئ . زما په فکر د ااا د ټولو تېرو حاکميتونو نه د ملي ارزښتونو او منافعو د ساتنې او پالنې د پاره ډېر په صداقت او مسؤليت مبارزه کړې ده او کوي يې . تر ټولو ستر ملي ارزښت د ملي خپلواکۍ حاصلول ، دوامداره ساتنه او حفاظت ئې ډي ، چې… نور لوستل »
زما ښه یاد دی په هغه ورځ د هلمند سنګین، غزنی شاجوی او وردګو تنګی دره که امریکایانو د چاپی لخوا په لسګونو ملکی وګړی چه ماشومان او زنانه هم پکی شامل وو شهیدان شوی وو، خو دوی نامردان په ارګ که د هغه ؛؛ نازنینی؛؛ شعر ته ناست وو او په شهوانی هوس یی ورته واوا کول.
ما ویل چی دا دری رنګه بیرغ دی مفسدینو بیرغ سی او په لنډغرو تښتیدلو او جیببورو سیکیولران بیرغ دی مبارک وبلل سی. هغه چی دری رنګه بیرغ لګوی هغه دی ددوی دملی خیانت نشانه وبلل سی او تر سخت تعقیب دی لاندی سی ترڅو مالومه سی چی بیا دچا جاسوسی کوی.
سره ددې چي د نبي کریم علیه الصلاة و السلام په زمانه کې مختلفو اسلامي قبایلو مختلف رنګه بیرغونه په مختلفو وقتونو کې هماغو شرایطو ته په کتو کارولي دي اما د اسلامي حکومت اصلي او د خوښي وړ بیرغونه چي اسلامي نصوص په ګواه دي صرف دوه دي، یو سپین او بل تور چي د شهادت کلیمه به په لیکل شوئ وي او بس نورو ته په کښې ګنجایش نشته. نور باید ددې بیرغ تر نامه لاندي د کفارو، منافقینو او جهالو مزخرفاتو ته د تل لپاره د پاي ټکي کیښودل شئ او نور باید پدې عبثیاتو د عامو… نور لوستل »