ورزش

برسلونا خپل سرسخت سيال ريال مدريد ته په ۴-۰ ستره ماتې ورکړه – ویدیو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱ وری، ۱۴۰۱ل): په هسپانوي ليګ لاليګا کې د ريال مدريد او برسلونا کلبونو ترمنځ سيالي د برسلونا په بريا پای ته ورسېده چې په ۴-۰ يې ريال مدريد ته ماتې ورکړه.

دغه تاريخي سيالۍ د مدريد بيرنابيو لوبغالي کې د ۶۰ زره نندارچيانو په ستون ترسره شوه، چې په تېرو دريو کلونو له نهو لوبو وروسته برسلونا خپل سيال مات کړ.

له دې وړاندې د ۲۰۱۹ کال په جنوري کې برسلونا ريال مدريد ته د ۱ په صفر توپير ماتې ورکړې وه، خو په دغه لوبه کې د چافي هرنانديز په مشرۍ يادې لوبډلې په زړه پورې لوبې نندارې ته وړاندې کړه.

ياده الکلاسيکو لوبه د ريال مدريد په بيرنابيو لوبغالي کې د شپې په ۱۲:۳۰ بجې پېل شوه، چې د برسلونا له لوري په ۲۹ دقيقه کې د عثمان ديمبيلی په مرسته اوباميانګ لومړی او په ۳۸ دقيقه کې دفاعي لوبغاړي رونالد اروخو دوهم ګول راوړ.

په دې سره لومړۍ نيمايي په ۲-۰ پای ته ورسېده، خو د دوهمې نيمايي د پېل سره سم فيران توريز د برسلونا په ګټه دريم ګول راوړ، په داسې حال کې چې اوباميانګ په ۵۱ دقيقه کې څلورم ګول راوړ، او ريال مدريد لوبډله يې بې ځوابه پاتې کړه.

برسلونا لوبډلې په لاليګا ليګ کې په تېرو ۱۲ لوبو کې ماتې نه ده منلې، او په ۵۴ نمرو درلودلو سره په جدول کې دريم مقام ته پورته شوه. دغه جدول کې ريال مدريد په ۶۶ نمرو سره لومړی او اشبيليه په ۵۹ نمرو سره دوهم نمبر لري.

د يادونې ده چې برسلونا لوبډله د چمپينز ليګ په شپاړسم پړاو کې له بينفيکا څخه په ماتې منلو له دغه ليګ بهر شوې او اوس د بيا لارې موندلو لپاره د يوروپا ليګ سيالۍ ترسره کوي چې کواټر فاينل ته يې لارې موندلې ده.

https://youtu.be/WPYs9IkpGAE

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx