افغانستان

فاریاب: طالبانو د شیرین تګاب د ملي امنیت مدیر وواژه

نن ټکی اسیا (شنبه، زمري ۱۸مه، ۱۳۹۳ل): د فاریاب ولایت د شیرین تګاب ولسوالي په سبز پوش سیمه کې د دې ولسوالي د ملي امنیت مدیر وژل شوی دی.
د شیرین تګاب ولسوالي ولسوال سید لقمان ګهریک رسنیو ته ویلي دي. چې د دې ولسوالي د ملي امنیت مدیر محمدجان په سبز پوش سیمه کې دطالبانو له کمین سره مخ شو او د موټروان په ګډون ووژل شو.
د ولسوال په خبره پېښه نن له غرمې مخکې رامنځته شوه.
ګهریک وايي چې ده پخپله د ملي امنیت له مدیر سره یوځای له میمنې نه شیرین تګاب ته سفر درلود، چې په لاره کې د طالبانو له لوري پرې ډزې وشوې.
د سیدلقمان په قول نوموړی له پېښې روغ ووت، خو د ملي امنیت مدير ځای پرځای وژل شوی دی.
ولسوال يې اوس يې مړي میمنې ته لېږدولي دي.
له بله پلوه طالبان وايي چې د دې ولایت په قرم قل ولسوالي کې يې د ځنګل په سیمه کې د سرحدي پولیسو پر پوسته برید کړی دی او د پوستې له نیولو سره يې یو سرحدي پولیس هم ژوند نیولی دی.
د قرم قل امنیه قومندان سمونیار محمد ابراهیهم ترکمن هم وايي چې دغه پېښه تېره شپه د ځنګل په پېښه کې شوې ده او په خبره يې د یو ساتمن په ګډون څلور سرحدي پولیس وژل شوي دي.
ابراهیم ترکمن د طالبانو له لوري د پوستې نیول ونه منل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x