دیني، سیرت او تاریخ

د بت لمانځلو تاریخ

احمد الله عاطفي

قال الله تبارک وتعالی: وَقَالُوا لَا تَذَرُنَّ آلِهَتَكُمْ وَلَا تَذَرُنَّ وَدًّا وَلَا سُوَاعًا وَلَا يَغُوثَ وَيَعُوقَ وَنَسْرًا.( نوح : ۲۳)

ژباړه: او ويې ویل: خپل معبودان مه پریږدئ، مه له کوم(ود) لاس اخلئ او مه له کوم(سواع) او مه له کوم(یغوث) او (یعوق) او نسر.

له کومې ورځې چې سیدنا حضرت آدم علیه السلام په زمکه کې میشت شو او نسل يې په خوریدو شو، د ټولو عقیده د توحید او بندګي وه.

د سیدنا حضرت آدم(علیه السلام) د اولادې په سلسله کې څو پېړۍ نه مشرک و او نه کافر، شیطان هڅه کوله چې د الله سبحانه وتعالی بندګان ګمراه کړي خو کامیابه کیدی نه شو، تر دې چې د دوی معروف، مشهور نیکان خلک وفات شول چې هغوی په خدمت، دعوت، ښوونه، روزنه، تقوی او بندګي کې د لوړ مقام خاوندان او د صله رحم وصلونکي وو، د دوی په وفات قوم صدمه ولیده او د دوی د قبرونو خوا ته به را ټولیدل غمرازي او د دوی نیکو کارونو او ښه اخلاقو یادونه يې کوله.

شیطان د یو خواخوږي په توګه دوی ته وسوسه کوله چې د دوی مجسمې جوړې کړئ، تر څو د دوی یاد ژوندی وي او په دې احساس به تاسو او ستاسو اولاده په مینه او ولولو د الله عبادت او بندګي وکړئ.

دوی همدا کار وکړ، د دوی مجسمې يې جوړې او په هغه ځایو کې کیښودل کوم ځای کې چې د دوی د درس حلقې او د ناستې ځایونه و.

شیطان د دې خلکو په راتلونکي نسل داسې وسوسه وکړه چې ګویا د دوی پلرونو د دې مجسمو په وسیله او برکت خپل ضرورتونه تر لاسه کول، د قحطي نه خلاصون، باران ورولو او نور شرکي چارو کې د همدې مجسمونه مرسته غوښتل.

شیطان چې کله د خلکو ګمراهي ولیده او ډاډمن شو بیايې همدا بتان د دوی د پلرونو معبودان معرفي کړل او په دې ترتیب بت لمانځنه پیل شوه.

نور نو دا مجسمې مستقل بتان او معبودان وګرځیدل چې خلکو به د خپلو ستونزو او غوښتنو لپاره د دوی پښو ته غورځیدل، بتان يې د الله سبحانه وتعالی مخور شریکان ګڼل چې د ځمکې چارې د دوی په واسطه اداره کیږي.

د دوی مشرانو به خپلو اولادو او ماتحتانو ته په ځانګړي توګه د (وَد، سُوَاع، يَغُوث، َيَعُوق او نسْر) سپارښتنه کوله چې دا بتان زموږ د پلرونو معبودان وو، تاسو يې پرې نږدې، له دې سر بیره دوی نور بتان هم درلودل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx