
روژه لکه یوسف {علیه السلام}
حامد افغان
د کال دولس میاشتې لکه د یعقوب {علیه السلام} اولاد داسې دي، د روژې میاشت په دې دولسو میاشتو کې لکه یوسف {علیه السلام} د خپلو وروڼو منځ کې داسې دی! لکه دولسو زامنو کې چې په یعقوب {علیه السلام} یوسف څنګه ګران و، پر الله تعالی روژه داسې ګرانه ده.
د یوسف وروڼو د هغه په اړه ستره غلطي وکړه، له هغه وروسته د وچکالي په سختو شپو ورځو کې هغه ته ورغلل، هغه یې هرکلی وکړ، مېلمستیا یې ورکړه، اوښان یې په غله وربار کړل او خوشاله یې ولیږل، نو یوه ورور یولس وروڼه وپالل! روژه همداسې ده، موږ هیله لرو روژه کې د تېرو یولس میاشتو د ګناهونو او کمزوریو جبیره او پټۍ وکړو او ځانونه اصلاح کړو.
داراز په یعقوب {علیه السلام} چې د خپل خواږه زوی، ورک یوسف د پیدا کیدا زېری وشو او د هغه بوی یې تر سپوږمو شو، نابینا سترګې یې بینا شوې! او په لږځواک بدن کې یې ځواک غځونې وکړې! نو ګناهګار هم د روژې په رارسیدا او د روژې د خوږو بویونو په احساس کولو سره بیدار او ځان تیار کړي… بستان الواعظين ورياض السامعين لابن الجوزي