
شعـــــرونه
چې عمري عدالت رانشي تر سوال لاندې/محمودي
سيد محمد محمودي
فساد به ځکه وي لوېدلی تر دیوال لاندې
چې عمري عدالت رانشي تر سوال لاندې
ناخبري له خپل ماتحتو، دا خو عذر ندی
راپرزوي به مو که داسې وي زوال لاندې
نړۍ، مړۍ، وړۍ، شړۍ کیسې مشهوره شولې
ځان جوړونه خدایزده شول تر کوم ترپال لاندې
په اعتماد کې افراطیت دومره په لوړه کچه
روغو پلانونو ته به وکَري اخلال لاندې
ځینې چې قصداً په دې سپینه داعیه داغ لګوي
ژر ده چې شي به تر ګرفت د ذوالجلال لاندې
محمودي څوک که مهربان شو، لاس یې راکړ خو ښه
کنه نو یم دې تر غمو لکه فی الحال لاندې