ادبي لیکني

رياليزم

اجمل ښکلی

تعريف:
رياليزم Real رښتيا ته وايي. رياليزم په ادبياتو کې د رښتياپالنې مکتب دى. دا مکتب له ادبياتو غواړي، چې د ټولنې رښتينې پېښې، چې څنګه دي، هغسې روايت کړي. له يوې خوا نه پېښې يا هغه موضوع چې په ادبياتو کې وړاندې کېږي، د دې مکتب پر بنسټ بايد رښتينې وي او له بله پلوه يې روايت له پېښې سره متناسب وي. پېښه چې څنګه ده، هغسې روايت شي.

مهال او شرايط:
هر مکتب او نظريه د خپل مهال له شرايطو سره بې اړيکې نه وي. که دا نومونه په عامه مانا واخلئ، د نړۍ په ادبياتو کې له پخوا زمانې رياليستيک ادبيات موندلاى شو. داسې ادبيات چې ټولنيز واقعيتونه يې چې څرنګه دي، هغسې شنلي دي؛ خو د مکتب په توګه رياليزم د نولسمې پېړۍ په لومړيو لسيزو کې رامنځته شوى او د دې وخت رياليزم ته له دې امله چې پر ناسمو ټولنيزو واقعيتونو نيوکه کوي، انتقادي رياليزم وايي.

نولسمه پېړۍ پر ټولنه د منځني پور د بشپړ برلاسي پېړۍ ده. رياليزم له منځني پوړ سره وغوړېد. له دې پوړه داسې ليکوال راووتل، چې په خپلو ليکنو کې يې د دې پوړ او د دې پوړ له برلاسي سره پر راپيدا شويو ستونزو نيوکې وکړې، چې د همدې انتقاد له امله د نولسمې پېړۍ رياليزم ته انتقادي رياليزم وايي(ده بزرګي، ۱۳۸۷: ۴۹۲).

د اروپا په تاريخ کې اتلسمه پېړۍ د انتشار پېړۍ ګڼل کېږي. په دې پېړۍ کې د اروپا په ځينو هېوادونو کې د فردي ازادۍ او د مستبدو شاهي نظامونو پر خلاف پاڅونونه وشول، چې يوه بېلګه يې د فرانسې لوى انقلاب دى. په دې پاڅونونو کې لوى برخه د احساساتي ځوانانو وه، چې د روسو غوندې فيلسوفانو له نظريو اغېزمن وو؛ خو وروسته د ناپيليون غوندې د انقلاب سرلاري پخپله په مستبدو واکمنو واوښتل او په دې انقلابونو پورې چې کومې هيلې تړلې وي، هغه برعکس شوې. د نولسمې پېړۍ په لومړيو لسيزو کې دا انقلابي ځوانان پاخه عمر ته رسېدلي وو او ولس هم په تېرو انتشارونو فکر کړى و. ټولنې له تاوجنو احساساتو د عقل ساړه سيوري ته په دې فکر ناست وو، چې اوس بايد له عقله کار واخلو او د ټولنې د ستونزو هواري ته لېچې راونغاړو. رياليستيکو ليکوالو ورسره په دې لړ کې مرسته کولاى شوه.

نولسمه پيړۍ د اګوست کنت(۱۷۹۸-۱۸۵۷) د پوزيتويزيم د فلسفي مکتب د اغېز وخت دى. دا هغه مکتب دى، چې د انسان حواس پر شعور مقدم بولي او حسي تجربو ته يې لومړيتوب ورکوي. دا فلسفي مکتب د انسان د علم و شعور ريښې په حسي تجربو کې ويني. په رياليستي ادبياتو کې هم د ټولنې عيني ناخوالو ته اهميت ورکول کېږي او په ميټافيزيکي جرړو پسې يې نه ګرځي.

د رياليزم د ادبي مکتب پر فلسفي نظريو سربېره ساينسي نظريو هم اغېز کړى. نولسمه پېړۍ د چارلز داروين د ساينسي نظريې له امله هم مشهوره ده. داروين انسان د فضيلت له منسبه راکوز کړ او له نورو حيواناتو سره يې پر يوه ټغر کېناوه. داروين د انسان او طبيعت ترمنځ اړيکه وموندله او رياليزم له يوه پلوه دا اړيکه د فرد او ټولنيز چاپېريال په بڼه انځور کړه او له بله پلوه يې د انساني ژوند او د کيسي د پېښو تر شا د اسطوري او ميټافيزيکي عواملو پر ځاى، فيزيکي او ټولنيز لاملونه وليدل.

د رياليزم پر سبک په اغېز کې پوهان د دوربين د اختراع لاس هم ويني. دوربين د نولسمې پېړۍ په لومړيو کې جوړ شو. دوربين د شيانو واړه جزييات هم رااخلي، دا ځانګړنه په رياليستيکو انځورکريو او کيسو کې هم وينو، چې يوه صحنه له ډېرو وړو جزيياتو سره انځوروي. د دوربين اختراع د فلمونو له ترويج سره هم مرسته وکړه او کيسې يې مهمې کړې. د رياليستيکو کيسو په زياتوالي کې هم د دوربين لاس وينو.

۳- له نورو هنرونو اغېزمنتيا:
په نولسمه پېړۍ کې په انځورګرۍ کې هم د رياليزم مکتب وغوړېد. د دې مکتب سرلاسرى ګوستاو کوربه په ۱۸۱۹ کې په فرانسه کې زېږېدلى. دې انځورګر په خپلو نقاشيو کې چې ژوند څنګه دى، هغسې انځور کړ. د ده او د دې پېړۍ د نورو رياليستو انځورګرانو د نقاشيو دوه مهمې ځانګړنې دي، يوه ځانګړنه يې چې په سبک پورې تړلې، له جزيياتو سره د يوې صحنې د توکيو انځورنه ده. که په ګوګل کې د ګوستاو کوربه او نورو رياليستانو نقاشۍ وګورئ، يو بزګر او کارګر يې په دومره جزيياتو سره انځور کړي، چې آن د ګوتو د بندونو ګونځې يې لا شمېرلاى شئ او د مخ واړه واړه خاپونه يې هم درته ښکاري. په رياليستيکو کيسو کې هم دا ځانګړنه موجوده ده، چې د يوې صحنې ټوکونه له ډېرو وړو جزيياتو سره انځوروي.

د رياليستيکو انځورګريو بله ځانګړنه په منځپانګې پورې تړلې ده. رياليست انځورګران ژوند ته د ستونز او غمونو د ډګر په سترګه ګوري. د دوى په اند، د يوه فرد ژوند هره خوا له ناورينونو ډک وي، چې لامل يې ټولنيز دي. د غمونو په دې تسلسل کې چېرته يوه شېبه د خوښۍ هم راشي، خو هغه هم په واقعيت کې خوښي نه وي، بلکې د غم نشت وي، چې موږ پرې د خوښۍ او هوساينې ګومان کوو. دا د يوه رياليست انځورګر مسؤوليت ګڼل کېده، چې دا ټولنيزې ستونزي انځور کړي. په رياليستيکو انځورګريو کې دا ستونزې مثلا د يوې مظلومې سوالګرې ماشومې په بڼه وينو، چې جامې يې ځاى ځاى څيرې دي او د اشرافي ټولنې يوه شيک پوش سړي ته يې د سوال لاس وراوږد کړى دى.

په رياليستيکو کيسو کې هم د منځني او ټيټ پوړ د ژوند ناخوالې او له پاسني پوړ سره يې د ژوند توپير وينو. رياليستيک ادبيات د ټولنې پوړيزو ستونزو ته اشاره کوي. ښايي، همدا لامل و، چې په شلمه پېړۍ کې ترې سوسياليستي ايډيالوژۍ د خپلې نظريې د تبليغ لپاره هم استفاده وکړه.

د نولسمه پېړۍ په دويمه نيمايي کې د رياليستيکې انځورګرۍ پر خلاف امپرسونيستي مکتب رامنځته شو. دې مکتب د جزيياتو پر ځاى د کلياتو انځورګرۍ ته مخه کړه، ځکه چې دا مکتب واقعيت نه بلکې د واقعيت پرځاى د پنځګر ناڅاپي برداشت مهم بولي. په رياليزم کې واقعيت د انسان له ذهن بهر په ټولنه کې يو واحد څيز دى، چې ټولو انسانانو ته يو ډول ښکاري؛ خو په امپرسيونيزم کې د بهرني واقعيت پرځاى ذهني برداشت مهم دى او مانا واحده نه ده، بلکې هر فرد د مختلف ذهنيت له مخې مختلفه مانا او برداشت اخلي، ځکه نو رياليزم عينيت او امپرسيونيزم ذهنيت ته اهميت ورکوي.

د رياليزم او امپرسيونيزم دواړه پر ادب سربېره په انځورګرۍ کې هم وينو. په ادب کې پر يوه ريالسيتي کيسه يا امپرسيونيستي شعر هله ښه پوهېداى شو، چې له رياليستي او امپرسيونستي انځورونو سره اشنا وو. برعکس رياليستي کيسې او امپرسيونيستي شعرونه راسره د همدې ډول انځورګريو په پوهېدا کې ډېره مرسته کوي.

۴- د رومانتسيزم پر وړاندې:
د رومانتسيزم ادبي مکتب د اتلسمې پېړۍ له دويمې نيمايې نه د نولسمې پېړۍ تر لومړيو لسيزو پورې واکمن و. په رومانتسيزم کې د ټولنې پر وړاندې فرد ته اهميت ورکول کېده، چې د ټولنې په زولنو تړلى؛ خو رياليزم د فرد او ټولنې پر اړيکه غږېږي او د فرد خوښي د ټولنې د ناخوالو په پايته رسولو کې ويني. رومانتسيزم د ويجاړ حال پر وړاندې ابادې ماضي ته د اهميت ورکړه خپل يو اصل بولي. په اصطلاح فرد د ماضي په چرسو نشه کوي، چې د حال ناخوالې يې و نه ځوروي؛ خو رياليزم د دې ناخوالو حل په سترګو پټولو کې نه ويني، بلکې له ليکوال نه غواړي، چې دا ستونزې انځور کړي او خلک د دې ستونزو هواري ته راوبولي. له نړۍ نه جنت په دې نه جوړېږي، چې پر ستونزو ځان ناګاره کړو، بلکې ستونزې بايد معلومې کړو او له مينځه يې يوسو، هله به له ښه ژونده برخمن شو.

رومانتسيزم د تعقل پر وړاندې احساساتو ته اهميت ورکوي؛ خو رياليزم د احساساتو پر ځاى تعقل ته اهميت ورکوي. د رياليزم په اند، يوازې عقلي چلن موږ له ستونزو خلاصولاى شي، ځکه نو د خيالي نړۍ پر ځاى ښه دا ده، چې خپل ټولنيز چاپېريال ته وګورو او ژوند له خپلو ټولو بدرنګيو او بدبختيو سره انځور کړو، چې خلک يې د بدبختيو د ختمولو په اړه فکر وکړي.

بالاخره رومانتسيزم د ټولنې/ فرد او طبيعت/ فرد په اړيکه کې د طبعيت او فرد اړيکه مهمه بولي؛ خو رياليزم د طبيعت پر ځاى د ټولنې او فرد اړيکې ته لومړيتوب ورکوي. انسان په ټولنه کې اوسېږي او په ټولنه کې يو خروار ستونزې وي. دا ستونزې مازې په دې نه هوارېږي، چې خلک له ټولنې ځنګل او غار ته پناه يوسي.

۵- تاريخ:
د رياليزم په لومړنيو آثارو کې د انوره دو بالزاک(۱۷۹۹-۱۸۵۵) انساني کميډي راځي، چې د دانتې د الهي کميډي پر خلاف د انسانانو پر ژوند څرخي. په دې اثر کې د هغه مهال د فرانسې د منځني پوړ د ژوند مختلف اړخونه وينو. شانلفوري د همدې اثر پر بنسټ په ۱۸۴۳ کال د رياليزم مانفيست وليکه. نوموړي د ګوستاو کوربه نقاشيو ته ځانګړې پاملرنه وکړه(ده بزرګي، ۱۳۸۷: ۴۹۲).

رياليزم تر نورو مکتبونو ډېرو ځايونو ته خپور شوى او په بېلو بېلو بڼو څو پېړۍ پايېدلى دى. دا مکتب له فرانسې نه نورو اروپايي هېوادونو او امريکا ته لاړ. په انګلستان کې چارلز ډيکنز او جيسنګ، په امريکا کې د ويليم ډين هوولز، ارنست همينګوى، جان شټاين او ويليم فاکنر او په روسيې کې ګوګول، تولستوى، چيخوف، داستايوفسکي او ماکسيم ګوري په خپلو ناولونو او لنډو کيسو کې وپاله.

۶- ډولونه:
رياليزم د وخت په تېرېدو سره خپل رنګونه اړولې دي. د شلمې پېړۍ په لومړيو کې چې ارواپوهنه وغوړېده، داسي ليکوال پيدا شول، چې د بهرنۍ ټولنيزې نړۍ پر ځاى يې د انسان ذهني نړۍ ته سر ورښکاره کړ. دې ډول رياليزم ته ارواپوهنيزي رياليزم وايي. دوى په دې اند دي، چې د انسان د ارادې تر شا د انسان ذهن، تفکر، درک او احساس دى. ارواپوهنيزو رياليستانو د کرکټرونو د ذهني چاپېريال شننې ته ملا وتړله، چې له دې سره د ذهن د سيال بهير تخنيک هم کيسې ته راغى. په دې کې راوي د يوه کرکټر د شعوري بهير روايت کوي. هنري جيمز، ويليم فاکنر، ويرجينا وولف، جيمز جويس، مارسل پروست او داستايوفسکي د ارواپوهنيز رياليزم سرلاري بلل کېږي.

د رياليزم بل ډول ټولنيز يا سوسياليستي رياليزم و، چې په روسيه کې له کمونيستي انقلاب سره رامنځته شو. د دوى په سرلارو کې ماکسيم ګورکي راځي، چې د سوسياليزم له ايډيالوژۍ نه يې ټولنيز پوړيز نظام ته کتل. په افغانستان کې يې د نورمحمد ترکي ناولونه يوه ښه بېلګه ده، چې د خان او بزګر پر اړيکه غږېږي او فيوډالي نظام نيوکه کوي.

درېيم ډول رياليزم جادوګر رياليزم دى. په انتقادي رياليزم کې ټولنيز عيني واقعيتونه انځورېږي او د جادو غوندې خرافاتو پښه راکاږي؛ خو جادوګر رياليزم کوډو ته د يوه ټولنيز واقعيت په سترګه ګوري او انځورنه يې د کيسې دنده بولي. کوډګر رياليزم د اسطورو په وطن لاتيني امريکا کې وپالل شو. ګبريل ګارسيا مارکيز په خپلو کيسو او د نوبل جايزې په ګټيالي ناول (د يوازيتوب سل کاله) کې ترې استفاده وکړه. همدا راز بل نوميالى ليکوال پاولو کويلو هم په خپلو ناولونو مثلا کيمياګر کې له دې توکه ګټه اخيستې ده.

څرنګه چې ټولنيزې ناخوالې معقوليت او شننې ته اړتيا لري، ځکه نو په رياليزم کې د کيسو برخه غوښنه ده. نثر چې خپور وي، د احساساتو راټولېدا پکې کمه وي. رياليزم چې کيسو ته ډېره پاملرنه وکړه، د کيسو مکتب وبلل شو؛ خو رومانتسيزم چې احساساتو ته اهميت ورکوي، شاعري وپاللـه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx