نړۍ

یو امریکایی لامبو وهونکي دشهید اسامه دجسد پلټنه پیل کوي

Ud_diver(نن ټکی اسیا جون ۲۰۱۱/۱۵) یو امریکایی ژغورونکي چی مشهوره لامبو وهونکي دی ویلي چي زه به دعربو دسمندرګي ټوله شمالي سیمي ښکارکړم ترڅو داسامه جسد وموندم.

امریکایی غوطه  وهونکي چي بیل وارن نومیږي وویل چي زه به په هرصورت داسامه جسد پیداکوم، شیخ اسامه چي دروان کال دمي دمیاشتي په  دوهمه ورځ دامریکایانو له لوري شهید شو، اووروسته یی جسد په سمندر کي وغورځول شو.

ښاغلي وارن چي ۵۹ کاله عمر لري  هوډ یی کړی ده چي راتلونکو څلورو اونیو کي به رسما داسامه دجسد پلټنه پیل کړي.

نوموړي زیاته کړه چي دغه کاربه د څلور سوه زره ډالرو په شااوخواکي لګښت ولري، نوموړي زیاته کړه زه به داسامه په جسد پسي داسي پلټنه کوم لکه څوک چي دوښو په کوټه کي په ستن پسي ګرځي، نومړي وویل که څه هم داډیره مشکله اوله ستتړیا څخه ډکه هڅه ده خو ناشوني نده

بخت الرحمن بخت ……………….. نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x