
روسيه له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې تړونونه لاسليکوي
نن ټکی اسیا (جمعه، ۵ وری، ۱۴۰۱ل): د رئيس الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر د افغانستان لپاره د روسيې د بهرنيو چارو وزارت ځانګړی استازي ضمير کابلوف سره په ارګ کې وکتل او په بېلابېلو موضوعاتو يې خبرې وکړې.
د راګ له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې په دغه ناسته کې ملا عبدالغني برادر وويل چې افغانستان د روسيې په شمول له ټولې نړۍ سره ښې سياسي او اقتصادي اړيکې غواړي او افغانستان کې اوس په ټولو برخو کې د پانګونې زمينه برابره شوې ده او د روسيې دولت او خصوصي ستکور دې په کې برخه واخلي.
په غونډه کې د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف له افغانستان سره په اقتصادي، سیاسي او امنیتي برخو کې د همکاریو ډاډ ورکړ او زياته يې کړه چې افغانستان ته د دوی د هر اړخيز پلاوي راتګ دا څرګندوي چې روسيه په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې عملي اقداماتو ته ژمنه ده.
کابلوف وویل چې له افغان مسوولینو سره تر هر اړخیزو او تخنیکي بحثونو وروسته روسیه چمتو ده چې د افغانستان له اوسني حکومت سره په بېلابېلو برخو کې یو شمېر هوکړه لیکونه او تړونونه ولري.
په دې کتنه کې د افغانستان د کانونو او پټرولیم، سوداګرۍ او صنعت سرپرست وزیرانو سربېره د خصوصي سکتور استازو هم ګډون کړی و او دوی به په ځانګړو غونډو کې له روسي پلاوي سره پر تخنیکي مسایلو هر اړخیز بحثونه وکړي.