نظــر

د انجنیر صیب خاطرہ

حفيظ الدين پيرزاده

پرون مې له خپل یو انجنیر ملگري سرہ د زړ‎ہ خواله کول، ھغه له ډیر پخوا له یوې نړ‎یوالې موسسې سرہ کار کوي.
د نوي نظام له راتگ سرہ یې کارونه یو څه ټکني شوي وو، خو اوس لله الحمد بیرته پیل شوي.
ھغه له علماو سرہ د تعامل او یا گډ کار تجربه نه لرله.
زما آشنا پاک، سپیڅلی، کلک مسلمان او وطن دوست انسان دی خو څرنگه یې چې د عمر زیاته برخه د پخوانۍ ادارې تر حاکمیت لاندې سیمو کې تیرہ کړ‎ې، نو یې د اوسني نظام خلکو ته د غرب له عینکو کتل!
څو ورځې وړ‎اندې ورته د حاکم نظام له محلي چارواکو سرہ د کار موکه په لاس ورغلې وہ:
زہ یې کیسه ټکي په ټکي، ھماغسې چې یې ماته یې په مسنجر کې لیکلې،کاپي کوم او دلته یې ږ‎دم!
دا کیسه یواځې زما د آشنا انجنیر صیب نه دہ بلکې زموږ‎ د ډیرو ھغو لوستو کسانو دہ چې د طالب پیژندگلوي ورته نورو کړ‎ې وہ.

فضا داسې جوړ‎ہ شوې وہ چې دواړ‎و ورونو له یو بل سرہ مخامخ خبرې نه کولې، بلکې د دوی له یو بل سرہ پیژندگلوي په دریم لاس کیدله؛
په مغرض لاس، په دښمن لاس، په منافق لاس، په کافر لاس!!
دې حالت ته موږ‎ ډیر پخوا مرحوم پژواک صیب متوجه کړ‎ي وو، ھغه به ویل:
“ پام کوہ چې رقیبان دې ریبار نشي”

زہ نور څه نه وایم، دا تاسې او دا د انجنیر صیب خاطرہ!
_______________________________

یو لرې کلي لپاره مې سروې کوله، ولسوال راسرہ ولاړ‎، دوه نیم ساعته مو مزل وکړ، غره کې ډیورنډ کرښې ته ورسیدو، سخت خوند یې کاوہ، پر لارہ مو ایله ټوکې کولې، د ولسوال او ورسرہ طالب زلمو زما ټوکې خوښې شوې خو ښه ستړ‎ي شو.

پنځه بجې مو لمونځ وکړ‎، یو چا چای راوړ‎
زما زړ‎ہ کې یوہ خبرہ راغله، زړ‎ہ مې ډک شو.
خو خبر نه وم چې ولسوال هم زما په حال و،
بس زما خبره یې شروع کړه.

ویل یې عجب وخت و، مونږ به چې انجینران ولیدل مونږ به ویل بس جاسوسان یا کافر په لاس راغلل.

دوی به چې مونږ ولیدو، حیران به ول څنګه وتښتي؟
ځکه ډېر ځل به داسې پېښېدہ چې زموږ‎ تر واک لاندې سیمې ته به چې د مؤسسو والا راغله، ډېرو به یې خدمت او ځینو یې جاسوسي کوله!
چې کله به بیرته لاړ‎ل، ھماغه ځایونه به د ډرون یا طیارو تر ھوایي برید لاندې راتلل.

اوس ګوره مونږ لس کسه ورسره یو، دوی زمونږ خدمت کوي، مونږ د دوی.

دا څه حال و؟
موږ‎ کې خو دښمن نشته!
ډيورنډ کرښه نژدې وه.
یو طالب لاس ونیوه، دا ټول د هغوی او امریکایانو کار و، موږ‎ ته یې څومرہ مینه راکړ‎ہ، څومره محبت یې وکړ، موږ‎ حیران شو!

مونږ ورته وویل چې ته چیرته یې هلته به مؤسسه حتماً کار کوي، نو نه موږ‎ ترھگر یو، نه مرتد، دواړ‎ہ ټاپې پردۍ وې!

زموږ‎ اصلیت ھمدا دی، دا خو زما له لومړ‎ۍ ورځې باور و، مونږ متمدن یو افراطي نه یو.
مونږ ښه عصریت خوښي یو، معتدل مسلمانان یو. زما د وطن حضرت باز او تور بادام زما د ولسي ژوند هنداره ده.

زما پچیر ملا صیب، کجورۍ ملا صیب، زما د دیندارۍ نښه ده!
خو نه پوهیږم چا ترهګر کړو؟. چا کمونست کړو؟ چا ټامیان کړو؟ چا مرتد کړو؟ چا دا دا ….کړو؟!!!!

زما به لس مړي په ساده جرګه حتی یو کور ته بښل کیدل، خو نن بسته ملت سره سوله نشم کولی؟

دا ماته د منلو نه دہ!!
موږ‎ دواړ‎و یو بل ته په رډو رډو سترگو کتل، زموږ‎ دواړ‎و په سرونو کې ھمدا یوہ خبرہ گرځیدله چې: که پردي مو تر منځ نه شي، که موږ‎ اشغالگرو او منافقو گاونډیانو ته زموږ‎ تر منځ د کاڼو ټکولو فرصت ورنکړ‎و نو ھمداسې به د خپل وطن د ابادۍ او ښېرازۍ لپارہ یو ځای له یو بل سرہ روان یو!
_______________________________

حفیظ الدین پیرزادہ
د مارچ ۲۴/ ۲۰۲۲ م
لندن

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

کله به مو هیر شی هغه د موسیسی انجنییر چی طالبانو په مرمیو وویشته. هغه په پښتو ورسره خبری کولی او ویل یی چی شکر مسلمان یم خو طالب نورو خبرو ته پرینښود او په سر او صورت یی په مرمیو سوری، سوری کړ.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx