ورزش

د پاکستان او استرالیا یوه بله په زړه پورې لوبه، دا ځل استرالیا بریالۍ شوه او سیریز یې وګټه

نن ټکی اسیا (جمعه، وری، ۱۴۰۱ل): د پاکستان او استرالیا کرکټ لوبډلو ترمنځ دریمه ټیسټ لوبه یو ځل بیا جالب حالت ته رسېدلې وه خو دا ځل د استرالیا توپ اچونکي پر پاکستاني توپ وهونکو بریالي شول او بریا یې خپله کړه.

د دواړو لوبډلو ترمنځ دریمه ټیسټ لوبه داسې حالت کې چې پاکستان به شاوخوا ۱۲۰ اورونو کې د استرالیا ۳۵۱ منډې هدف بشپړوي چې بریا خپله کړي، یا به یې دفاع کوي تر څو لوبه مساوي کړي. او یا به یې ټوله لوبډله سوځیږي چې بریا د استرالیا په برخه شي.

دغې په زړه پورې سپورتي جنګ کې استرالیا بریالۍ شوه چې د پاکستان ټوله لوبډله یې په پنځمه ورځ وروستي پړاو کې د ۲۳۵ منډو په جوړولو وسوځوله او بریا یې خپله کړه، چې په دې سره یې د درې لوبو سیریز هم یو-صفر په خپل نوم کړ.

دغه لوبه چې پنځه ورځې وړاندې په لاهور کې پېل شوه لومړی استرالیا توپ وهنه وکړه او د ټولو لوبغاړو په سوځېدلو یې ۳۹۱ منډې وکړې، پاکستان د یادو منډو په ځواب کې ۲۳۵ وکړې او ټول لوبغاړي وسوځېدل.

په دوهمه پاڼۍ کې یو ځل بیا استرالیا توپ وهنه وکړه او د ۳ ویکټو په سوځېدلو یې ۲۲۷ منډې وکړې او پاکستان ته یې د هدف پوره کولو لپاره بلنه ورکړه. استرالیا پاکستان ته د ۳۵۱ منډو هدف وټاکه.

پاکستان د هدف په تعقیب کې ښه خو سوکه پېل وکړ، په پنځمه ورځ له غرمې وروسته یې مهمې ویکټې له لاسه ورکړې چې په همدې سره یې ټوله لوبډله د ۲۳۵ منډو په جوړولو وسوځېده او استرالیا د ۱۱۵ منډو په توپیر بریا خپله کړه.

له دې وړاندې استرالیا پاکستان کې په ۱۹۹۸م کال کې ټیسټ سیریز په ۱-۰ ګټلی و.

په دغه لوبه کې په غوره توپ اچونې سره پيټ کمینز چې ۸ ویکټې واخیستې د لوبې او عثمان خواجه چې ۱۹۵ منډې وکړې د سیریز غوره لوبغاړی ونومول شو. عثمان خواجه په یاد سیریز کې تر ټولو زیاتې ۴۹۶ منډې جوړې کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx