شعـــــرونه

له نمرودي اورونو ډک دي د دنیا لاسونه/انس حقاني

انس حقاني

‏د وخت ځنځیر دي راتړلي د اروا لاسونه
در اوږدوی نشم لاسو ته دې  اشنا لاسونه

ابراهیم خېل یو ربه بیا وکړه د رحم نظر
له نمرودي اورونو ډک دي د دنیا لاسونه

دلته خو هر څوک ددې وړ دي چې دعوه پرې وشي
دلته را تېر دي له هر لوري نه بلا لاسونه

‏چې په هر حسن پسې نه ګورم مغرور نه یمه
زما په سترګو باندې ایښي دي حیا لاسونه

ملګریه دلته هر ژوندی په زړه ټپي وبوله
مه خوځوه ګوره بې باکه بې پروا لاسونه

نفرت به ورژیږي مینه به دې زړه کې شنه شي
که یوځل ستا په زړګي کیږدمه ریښتیا لاسونه

‏هغه طالب یمه چې  وريځې په اتڼ راولم
قحطي به ورکه شي که جګ کړم په دعا لاسونه

انسه پریږده دا ګیلې شکوې په درد هیڅ نه خوري
راځه چې تاو کړو د یو بل له غاړې بیا لاسونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جان تڼی

حقانی مه دوړوه خاوره دی انسان په سترګو.

تاخو نیولی دی خینځر دهغه پلار لاسونه
ستا دی ژیړ پټکی خیځیر پخاطر دی ټول ملت لاسونه ماتکړی دېې
ستا دی خینځیر نه بلکه دی خینځیرو لاس نیولی
دی بی حیایی او سپن سترګی حد دی تر خوا. اړولی
ته نه ملت او نه وطن پیږنی خپل ناموس دې په پنجاب خرڅ کړی

حیران

انس لالا په حقانی ګروپ کی ته یو سه شه یی نور دیر زیات غله د پاکستان جاسوسان او مفسد کی درپکی شته دی. هیله ده زانونه اصلاح کری. ستاسو نفر چی په اوبو او بریشنا وزارت کی دی زیاتی پیسی ویل کیژی غلا کوی هیله مخه یی ونیسی

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx