ورزش

د هند غوره لیګ لوبې نن د یو لړ افتتاحي مراسمو وروسته پېلیږي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۶ وری، ۱۴۰۱ل): د هند کرکټ غوره لیګ د ۲۰۲۲م کال لوبې نن شنبه په ممبۍ ښار کې له یو لړ مراسمو وروسته پېلیږي چې په لومړۍ لوبه کې به د محمد نبي لوبډله کولکته د چینایي پر وړاندې مخامخ کیږي.

په دغه سیالیو کې د تېر په څېر یو ځل بیا افغان لوبغاړي اخیستل شوي چې په محمد نبي په کولکته، راشد خان، رحمان الله ګربز او نور احمد په ګجرات او فضل حق فاروقي به د حیدر اباد لوبډلې لپاره لوبیږي.

د ګربز، فاروقي او نور احمد لپاره لومړۍ تجربه ده چې په آی پي ایل کې راڅرګندیږي، له دې وړاندې فاروقي چینایي لوبډلې سره د نیټ توپ اچونکي په حیث و.

ګجرات او لکنو لوبډلې سږکال د هند غوره لیګ پنځلسم پړاو کې په لومړي ځل راڅرګندیږي، دا د یادو لوبو نهمې او لسمې لوبډلې دي.

د تېر په پرتله سږکال د هند غوره لیګ لوبې زیاتې دي چې ګروپي سیالۍ به یې یوازې په ممبۍ او پونې ښارونو کې ترسره کیږي، او د دوهم پړاو لوبو نېټه او ځای پریکړه وروسته اټکل شوې ده.

په دغه لیګ کې سږکال یوازې ۷۰ ګروپي لوبې ټاکل شوي چې نن شنبه د ماښام 6:30 دقیقې د یو لړ مراسمو ترڅنګ د چینایي او کولکته لوبډلو په مخامخ کېدو پېلیږي.

په دې لیګ کې سبا یکشنبه دوه لوبې کیږي، خو راشد خان به د دوشنبې په ورځ راڅرګندیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx