ټکنالوژي

ریل مي شرکت د کمې بیې موبایل سي ۳۱ وړاندې کړی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۶ وری، ۱۴۰۱ل): د ریل مي چینایي شرکت اعلان کړی چې د سي سیریز یو بل کم بیه موبایل یې نندارې ته وړاندې کړی دی.

د ریل مي ځیرک موبایلونو سي سیریز د کم بیه موبایلونو سیریز دی، چې په همدې تسلسل کې سي ۳۱ هم د مناسبې بیې موبایل وړاندې شوی دی.

Realme C31 entry-level smartphone leaks - GSMArena.com newsد ریل مي سي ۳۱ Realme C31 ځانګړتیاوې:

دا موبایل ۶.۵ انچه ډیسپلی لري چې د ایچ ډي پلس ریزولوشن سره ورکړل شوې ده، او پر سر یې د اوبو څاڅکي په ډول پنځه میګا پېکسله کامره ورکړل شوې ده.

ریل مي سي ۳۱ کې ۳ او ۴ جي بي ریم سره ۳۲ او ۶۴ جي بي داخلي حافظه ورکړل شوې ده، چې د میموري کارت سره زیاتېدلی شي.

په دې موبایل کې شاته درې کامرې ورکړل شوي چې تر ټولو غوره یې ۱۳ میګا پېکسله ده، چې تر څنګ یې د میکرو او تور و سپين کامرې هم ورکړل شوي دي.

په ارزان بیه موبایل کې ۵۰۰۰ ملي امپير بیترۍ شتون لري چې د ۱۰ واټه چټک چارجولو ملاتړ هم له ځان سره لري، او د اندراید ۱۱ چلونکی سیستم یې برخه ده.

د بیې په اړه شرکت د دواړو موبایلونو کم توپیر نه دی په ډاګه کړی خو وایي چې د ۳ جي بي ریم او ۳۲ جي بي حافظې موبایل بیه په ۱۱۱ ډالره، او د ۴ جي بي ریم او ۶۴ جي بي موبایل بیه ۱۱۵ ډالره اټکل شوې ده.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx