ټکنالوژي

د سامسنګ ګليکسي ای ۱۳ او ای ۲۳ موبايلونه د خرڅلاو لپاره بازار ته وړاندې شول

نن ټکی اسيا (يکشنبه، ۷ وری، ۱۴۰۱ل): د سامسنګ شرکت د ای سيريز دوه نوي موبايلونه چې د روانې مياشتې په پېل کې نندارې ته وړاندې شوي وو اوس د خرڅلاو لپاره بازار ته وړاندې کړل.

د سامسنګ ګليکسي A13 په ۴ او ۶ جي بي ريم او ۶۴ او ۱۲۸ حافظې سره وړاندې شوي، چې بيه يې په ترتيب سره ۱۸۰ او ۲۳۰ امريکايي ډالره ده. ويل کيږي د ۳ جي بي ريم او ۳۲ جي بي حافظې بڼه هم لري.

دغه راز د سامسنګ ګليکسي A23 په ۶ او ۸ جي بي ريم کې د ۱۲۸ جي بي حافظې سره بازار ته وړاندې شوي، چې بيه يې ۲۵۵ او ۲۷۵ ډالره ټاکل شوې ده.

د اوسمهال لپاره دغه موبايلونه د هند په بازارونو کې د خرڅلاو لپاره وړاندې شوي چې ډير ژر به نورو هېوادونو کې هم وړاندې شي.

ګليکسي ای ۱۳ او ای ۲۳ ډيسپلی ۶.۶ انچه ده، چې د ګوتې کولپ يې د موبايل غاړې ته ورکړل شوی دی.

ددې موبايلونو بيترۍ ۵۰۰۰ ملي امپيره ده او د ۲۵ واټه چټک چارج ملاتړ لري، خو ويل کيږي د موبايل سره چټک چارجر نه ورکول کيږي، بلکې جلا به اخيستل کيږي.

دغه موبايلونه ۵-۵ کامرې لري، چې اساسي يې ۵۰ ميګا پېکسه ده، ددې سربېره د عکس دقت لپاره ۵، د پراخې زاويې لپاره ۲ او د ۲ ميګا پېکسله د ميکرو کامره ورکړل شوې ده. په داسې حال کې چې سيلفي کامره يې د پراخې زاويې ۸ ميګا پېکسله ده.

که څه هم دواړه موبايلونه د سکرين، کامرو او بيترۍ له لحاظه يو ډول دي، خو په ګليکسي ای ۲۳ کې د ۸ جي بي ريم لرونکي بڼه هم شتون لري.

دغه راز په دې کې د انډرايډ ۱۲ او ايس چلونکي سيستم سره د سنيپ ډراګون ۶۸۰ پراسيسر ځای پرځای شوی، په داسې حال کې چې په ای ۱۳ کې د ۱۲ او ايس سيستم سره د ايکساينوس ۸۵۰ پراسيسر ورکړل شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx