ټولنیزه برخه

د زمري او خنزير کيسه

دکتور اظهار الحق عزيز

يو ورځ زمری د خنزير سره مخ شو.
خنزير ورته وويل: جنګ راسره وکړه.

زمري ورته کړل: ته خو زما سيال نه يې او نه زما په څېر زمری يې، ته يو خنزير يې، که جنګ مې درسره وکړ او ومې وژلې، نو خلک به وايي: زمري يو خنزير وژلی او دا ماته د څه فخر خبره نه ده.
او که ته راباندې برلاسی شوې نو دا زما لپاره غټ پيغور او ښکنځا ده.

خنزير وويل: که ته جنګ راسره نه کړې نو زه به حيوانات خبر کړم چې زمری له ما ويريږي، جنګ راسره نه شي کولی.
زمري ورته کړل: ستا دروغ په ما له دې ډېر اسانه دي چې زه خپل برېت ستا په وينو ککړ کړم.

دې کيسې ته چې سړی فکر وکړي پوهيږي چې:
۱- که يو انسان په ملګرو پيژندل کيږي، همدارنګه په دښمنانو هم پيژندل کيږي.
ځينې خلک ددې وړ هم نه دي چې حتی ته ورسره تربګني وکړې، ځکه که ته پرې برلاسی شوې نو تاته دومره د فخر خبره نه ده، او که هغه برلاسی شو نو شرم دې يو په دوه کيږي، نو ښه خبره داده چې غلی ترې شې.

۲- که سپک سړي سره دې خوله ووهله نو ته هم ورسره سپکيږې، نو کوشش وکړه چې چاسره ځان په لانجه کې ښکېل نه کړې، ځکه حقيقي ميړانه داده چې له لانجو ځان وساتې، نه چې ځان ورکې راښکيل کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx