
شعـــــرونه
کۀ مې له مينې نه توبې اوباسې/حماس
عمر حماس
کۀ مې له مينې نه توبې اوباسې وه يې باسه
کۀ مې هر ياد لۀ حافظې اوباسي وه يې باسه
يو تۀ خو نۀ يې شته دی ډير ياران چې غم مې اخلي
تۀ کۀ پۀ غم کې رانه ښپې اوباسي وه يې باسه
پرواه يې نۀ راځي کۀ اور پسې يې هم واچوي
کۀ مې تصوير لۀ آينې اوباسي وه يې باسه
خو پۀ دې شرط چې امانت به يې ساتي ځان سره
ياره کۀ زړۀ مې لۀ سينې اوباسي وه يې باسه
زۀ د ادب لۀ دايرې نه بهر نۀ دروځم
کۀ ستوغي سپوري تۀ لۀ خلې اوباسي وه يې باسه
زۀ يې درد وړلی شم عمره! تۀ يې غم مۀ کوه
ځه !کۀ د زړۀ نه مې لمبې اوباسي وه يې باسه