نظــر

د شیخ صیب حماسي په اړ‎ہ

حفيظ الدين پيرزاده

د شیخ صیب له علمیت، پوھې، ځیرکتیا او د دین په لار کې یې له قربانیو څخه دښمنان ھم انکار نه شي کولای!
د ھغه تازہ څرگندونې تر ډیرہ پر ضعیفو روایاتو ولاړ‎ې دي.
داسې روایات زموږ‎ د معتبرو تفاسیرو په کتابونو کې ھم شته.
د احادیثو کتابونو کې مو ھم داسې ضعیفه احادیث موجود دي چې د سند په اتصال کې ستونزہ لري او یا یې پر راوي د جرحې او تعدیل علماو جرحه کړ‎ې وي.
ضعیفه احادیث ډیر قسمونه لري لکه: منقطع، مدلس، مرسل، مجھول، مقلوب، شاذ، مضطرب او نور.
ضعیف حدیث د خبر واحد یو قسم دی چې د جمھورو علماو په نزد، حُجیت یا منل یې یواځې د اعمالو په فضایلو کې سم دی.
نور ھیڅ شرعي حکم پر نه مرتب کیږ‎ي!
( دا لوی بحث دی چې دلته زما د لیکنې موضوع نه دہ )
ھمداراز موږ‎ د سننو په مسانیدو کې ضعیف احادیث لرو، د امام مھدي د ظھور او د آخر الزمان احادیث تر نیمې ډیر، د علم الرجال، جرحه او تعدیل او د علم الحدیث نورو علمای کرامو ضعیف او ان موضوعي بللي.
د سترو متصوفینو په کتابونو کې مو نه یواځې اسرائیلیات شته، بلکې داسې روایات ھم موجود دي چې نه یې عقل مني او نه نقل!!

پایله
د اھل السنة و الجماعة علماو په نزد پیغمبر علیه افضل الصلوات د نړ‎ۍ پر مخ اخري معصوم و.
تر ھغه علیه السلام پس ھیڅوک معصوم نه دي او خبرہ یې سمه یا نا سمه کیدای شي!
که داسې نه وای پیغمبر علیه السلام به ولې فرمایل :
إذا حكم الحاكم فاجتهد فأصاب، فله أجران وإذا حكم فاجتهد فأخطأ فله أجر. رواہ احمد
یانې که مجتھد په خپل اجتھاد کې خطا ھم شي، الله عزوجل یې د ستړ‎یاو، تکلیف گاللو او د حق پلټلو په بدله کې یو اجر ورکوي!
که داسې نه وای، ھیڅ ستر دیني عالم به د اجتھاد او فتوا ورکولو جرئت نه و کړ‎ي!
لکه څرنگ چې زموږ‎ سترو مفسرینو کمزوري روایات ذکر کړ‎ي، محدثینو مو ضعیف او ان په ځینو ځایونو کې موضوعي احادیث نقل کړ‎ي، نوموتو متصوفینو مو پر اسرائیلياتو استناد کړ‎ی یا یې پخپلو کتابونو کې راوړ‎ي، نو د خپلو اوسنیو علماء کرامو او شیوخو څخه به مو د سل سلنې حق ته د رسیدلو توقع څومرہ منطقي او معقوله وي؟!
که زموږ‎ سلف الصالح د انساني فاکتور پر بنا خطا کولای شي نو شیخ حماسي صیب او نور اوسني علماء کرام چې د ھغوی د پښو گرد ته ھم نه شي رسیدلای، په کوم دلیل د انساني فاکتور له دې ستر حق څخه بې برخې کولای شو؟!
زموږ‎ افغاني علمای کرام د پیغمبر علیه السلام رښتینې ورثه دہ.
د ھغوی یوہ وړ‎ہ خطا چې نه پر کوم شرعي حکم مرتب وي او نه کومه دنیاوي گټه، شاربل او ډنډورہ کول نه اسلامي اسلوب دی او نه افغاني چلند!
ھغه د فلزاتو کان لکه څرنگ چې شیخ حماسي ویلي، که په یمن کې وي یا لوگر کې، او یا که سلیمان علیه السلام د سھار چای یا غرمنۍ په کابل کې خوړ‎لي وي یا بل ځای، د دین پر مبادیو او اصولو یا فروعاتو پورې څه اړ‎ہ لري!؟
عربان د داسې مسائلو په اړ‎ہ وایي : الجھالة بھا لا تضُرُ!
یانې نه پوھیدل پرې کومه دیني یا دنیاوي گټه یا تاوان نه لري.
نو موږ‎ په کوم دلیل په داسې موضوعاتو کې خپل علماء کرام بد یادوو؟!
آیا ھمدا زموږ‎ اولیتونه دي؟!
که د فیض احمد فیض پر قول:
اور بھی دکھ ہیں زمانے میں محبت کے سوا
راحتیں اور بھی ہیں وصل کی راحت کے سوا

راځئ! خپل علماء دراندہ یاد کړ‎و، په وړ‎و اشتباھاتو یې پردہ واچوو تر څو الله عزوجل پر موږ‎ پردہ واچوي!

علماء کرامو ته وړ‎اندیز:
دې کې شک نشته چې موږ‎ د انساني تاریخ په اخري پړ‎او کې ژوند کوو، دا ھغه وخت دی چې پیغمبر علیه السلام د فتنو زمانه بللې!
زموږ‎ علمای کرام باید د ضعیفه او بې بنیادہ مسائلو له څیړ‎لو، لیکلو او ویلو ځانونه وژغوري!
د اسلام دښمنان، سیکولران، ټامیان او نورې حشرې په ھمدې څاو کې ناستې دي چې زموږ‎ کوم عالم تیروتنه وکړ‎ي او ھغوی یې پړ‎ہ پر اسلام واچوي او د ھماغه عالم د کنځلو او توھین له لارې د اسلام د سپکاوي او توھین کړ‎کۍ ځان ته پرانیزي!
پیغمبر علیه السلام فرمایلي: مِنْ حُسْنِ إِسْلَامِ الْمَرْءِ تَرْكُهُ مَا لَا يَعْنِيهِ. رَوَاهُ التِّرْمِذِيُّ
زموږ‎ جوامع الکلم پیغمبر بل ځای فرمایي:
دَعْ مَا يَرِيبُكَ إِلَى مَا لَا يَرِيبُكَ. رواہ النسائي

رحمکم الله و جزاکم الله کل خیر
__________________________________

حفیظ الدین پیرزادہ
د مارچ ۲۷/ ۲۰۲۲ م
لندن

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx