
شعـــــرونه
تا سترګې کړې بدلې د پرديو په رقم/ بهسودوال
پروېز بهسودوال
تا سترګې کړې بدلې د پرديو په رقم
خبرې مې شوې خوله کې د سلګيو په رقم
زلمي د برباديو د وحشت د بڼ زمريان
انجونې دي د سولې د مرغيو په رقم
ليده دې يو عذاب او نه ليده دې بل عذاب
دا برګې برګې سترګې د مريو په رقم
د ښار د خاموشۍکيسې بېخي ادم خورې
په ښار کې ځناور دي د سړيو په رقم
په تا پورې تړلې هيلې سيند ته غورځووم
تمثيل کوومه ستا د برباديو په رقم
په وخت د پاچاهۍ ضرورت مړ کړې بهسودواله
کولى دې شو ژوند د لېونيو په رقم
پرویز بهسودوال