دیني، سیرت او تاریخ

د نوح عليه السلام کښتۍ

احمد الله عاطفي

قال الله تبارک وتعالی: قَالَ رَبِّ إِنِّي دَعَوْتُ قَوْمِي لَيْلًا وَنَهَارًا. (۵) فَلَمْ يَزِدْهُمْ دُعَائِي إِلَّا فِرَارًا.(نوح: ۶)

ژباړه:ويې ویل:ای زما ربه! قوم مې شپه او ورځ دعوت کړ، خو بلنې مې له تېښتې پرته بل څه په کې زیات نه کړل.

خپل رب (عزوجل) ته د سیدنا حضرت نوح(علیه السلام)شکایت:
ای زما ربه! (عزوجل) ما خپل قوم ته په ښکاره، پټه، په ټولنیزه توګه، فردي توګه، ځانګړې توګه، شپه او ورځ دعوت او بلنه ورکړه چې بخښنه وغواړي او الله(عزوجل) ته رجوع وکړئ، خو زما دعوت پر دوی کومه اغیزه ونکړه بلکې د دوی تیښته لا نوره زیاته شوه.

سیدنا حضرت نوح(علیه السلام) د عذر او شکایت سره غوښتنه وکړه: قَالَ رَبِّ انْصُرْنِی بِمَا کَذَّبُونِ.( المؤمنون: ۲۶) ژباړه: ویې ویل: ای زما ربه! پر هغو بریا را چې زه يې تکذیب کړم.

د مشرکینو مخالفت او زورونه له حده واوښته، نور د هدایت میندلو طمعه او اُمید ختم شو، سیدنا حضرت نوح(علیه السلام) دعأ وکړه چې ای زما ربه! پر هغو بریا را چې حق دعوت يې تکذیب کړ.

الله سبحانه وتعالی يې دعا منظور او د وحې په رڼا کې د بېړۍ جوړولو آمر وکړ او وویل شو: تر هغه منتظر پاتې شئ چې د توپان کومې نښې(له تنوره د اُوبو خوټېدو نښه) څرګندې شي بیا د هدایت سره سم کښتۍ ته وخيژئ.

قال الله تبارک وتعالی: وَاصْنَعِ الْفُلْكَ بِأَعْيُنِنَا وَوَحْيِنَا وَلَا تُخَاطِبْنِي فِي الَّذِينَ ظَلَمُوا إِنَّهُمْ مُغْرَقُونَ .(هود:۳۷)
ژباړه: او زموږ تر نظر لاندې او زموږ د وحې(مطابق) هغه بیړۍ جوړه کړه او د هغو په اړه مه راسره غږیږه چې ظلم يې کړی، یقیناً چې دوی غرقیدونکي دي.

د سیدنا حضرت نوح(علیه السلام) کښتۍ(سفینةالنوح) په اړوند اسلامي تاریخي او اسرائيلي روایاتو کې یوه خبره اتفاقي ده چې نوح علیه السلام بیړۍ جوړه کړه، طوفان راغی او نوح علیه السلام سره د هغه ملګري او نور مخلوقات چې په بیړۍ کې سواره شول په آمن کې پاتې شول، پاتې شوي هلاک شول.

سیدنا حضرت نوح(علیه السلام) اوږد عمر په دعوت او د قوم په اصلاح کې تیر کړ او د خپلې دندې (د الله سبحانه وتعالی استازولي) پوره کوښښ يې په کمال د صداقت او ایماندارۍ تر سره کړ، له منکرینو ورته هر ډول تکلیف او ضررونه ورسیدل، خو دی په ټولو حالاتو کې د صبر او دعوت لار پرې نه ښوده، تر دې چې الله سبحانه وتعالی دا منکر قوم د طوفان په واسطه هلاک کړ، نوح(علیه السلام) او هغو ته چې د نجات اراده شوې وه له طوفان څخه په آمن کې د پاتې کیدو لپاره د بېړۍ جوړولو حکم ورکړل شو.

دا حکم په داسې وخت او حالاتو کې ورکړل شو چې تر دې دمه چا د کښتۍ په نوم داسې صنعت نه پیژند، نو ددې حقیقت ښودلو لپاره الله سبحانه وتعالی فرمايي:(وَاصْنَعِ الْفُلْكَ بِأَعْيُنِنَا وَوَحْيِنَا ) مبارک کلام نه معلومیږي چې له دې وړاندې نه چا کشتۍ جوړه کړې وه او نه په دې پوهیدل چې له لرګیو داسې د سفر محفوظه اله جوړیدای شي چې د اوبو په څپو کې هم د آمن امید وي او نه يې د جوړولو په طریقه پوهیدل.

د مبارکو احادیثو له روایاتو څرګندیږي چې حضرت جبرائیل(علیه السلام) د کشتۍ په جوړولو کې د سامان الاتو او ابزارو ښودنه کوله او هم يې د بیړۍ جوړولو لارې چاري ور ښودلې، تر هغه چې بیړۍ جوړه او د سفر لپاره اماده شوه.

قرآنکریم د نوموړې بیړۍ د مساحت، لوړ والي او پلنوالي په هکله څه نه دي ویلي، ځکه قرانکریم معجز کتاب دی، د سیدنا نوح(علیه السلام) حکایت د یو تاریخي موضوع په ډول نه بلکه د پند او نصیحت په توګه د درس په ترڅ کې بیانوي او په اضافي خبرو خلک نه مصروفوي.

د بیړۍ طول، عرض،پلنوالی او څرنګوالي بیان بایبل ته اړوندوي چې بیړۍ درې پوړه وه، طول يې (۳۰۰)، بر يې(۵۰) او لوړوالی(۳۰) ذراع وه.

د کړکیو او دروازې کیفیت او موقعيت يې هم بیان کړی.

همدا راز په(البدایة والنهایة، لومړي ټوک) کې د سیدنا حضرت نوح (علیه السلام) په حکایت کې د ځینو بزرګانو اقوال په تفصیل سره راټول کړل شوي چې موږ يې د بیلګې په توګه په لنډ ډول بیانوو.

د سلفو (لومړنیو) ځینو علماوو په قول: کله چې الله سبحانه وتعالی د نوح (علیه السلام) دعا قبوله کړه، هغه ونې کښت کړې چې د هغه لرګي د بیړۍ جوړولو لپاره کارول کېدې.

له کښت کولو نه يې وروسته (۱۰۰) کاله انتظار وکړ چې هغه د پریکولو مرحلې ته ورسیږي(پخې شي)، وروسته له هغه چې قطعه شوې، په ځینو روایتونو کې سل کاله او په ځینو کې څلویښت کاله نور وخت يې ونیو چې بیړۍ لپاره لرګي وچ شي، ترڅو د کارولو جوګه شي.

حضرت محمد بن اسحق له امام ثوري (رحمه الله) نه روایت کوي چې بیړۍ په څلویښتو کلونو کې د (خشب الساج) د ونو له لرګیو جوړه کړل شوه.

خشب الساج: د خشب الساج ونې تر (۸۰) کلونو پورې وده کوي(ثمر ته رسیږي)چې دړې يې د نورو ونو په نسبت قوي او اوږد عمر کوي، د خرابېدو او چینجیو له خطره تر ډیره په دې محفوظ دي چې په تر کیب کې ځانګړی غوړ او ربړ لري، د نم او هوا مقابل کې مقاومت لري، دا ونې اوس په شمال ختيځ اسیايي هیوادونو لکه برما، مالیزیا او ورته سیمو کې زیاتې دي.

د تورات وینا:
په تورات کې د سیدنا حضرت(نوح علیه السلام) د حکایت په ترځ کې د بیړۍ په اړوند متن دی چې بیړۍ د(صنوبر ونو) له دړو جوړ کړی شوی وه.

د صنوبر دړې ځانګړي خاصیتونه لري چې د نمي، هوا او مکروبونو په خلاف ځانګړی مقاومت لري، د زینتي لوښو په جوړولو، موسیقي وسایلو کې کارول کيږي او هم قیمتي لوازم ترینه جوړیږي.

په عربي نړۍ او په ځانګړې توګه په لبنان، سوریه، فلسطین ، اردن او ورته سیمو او د دې ځایونو په غرونو کې ځنګل او چمنونه لري.

همدا راز د نومړې بیړۍ د فزیکي جوړښت، اوږدوالي، پلنوالي او پوړونو په اړوند ویل شوي.

امام ثوري فرمايي: د سفینة النوح اوږدوالی اتیا زراعه او عرض يې پنځوس زراعه و.

حضرت قتاده فرمايي: ما په تورات کې مطالعه کړې چې د بېړۍ اوږد والی(۳۰۰) زراعه او پلن والی (۵۰)زراعه و.

امام حسن بصري(رحمه الله) فرمايي: اوږدوالی(۶۰۰)زراعه او عرض يې(۳۰۰) زراعه و.

حضرت ابن عباس(رضی الله عنهما) فرمايي: طول يې (۱۲۰۰) زراعه او عرض یې (۶۰۰) زراعه و.

د ټولو قولونو په اعتبار لوړوالی (۳۰) زراعه، درې طبقي درلودې، د هرې طبقې ارتفاع يې(۱۰) زراعه وو، لاندینۍ طبقه يې د وحوش(څارویو او ځناورو) لپاره، منځنۍ برخه يې د انسانانو لپاره او بره پوړ يې د مرغانو لپاره، په ترتیب جوړ شوې وه، په منځنۍ برخه کې پراخه او لوړه دروازه وه، پوښ يې هم درلود.

امام ثوري(رحمه الله) په قول، بیړۍ چې جوړه شوه په ځانګړي مهارت سره په رسیو وتړل شوه چې اوبو خوټیدو سیمې ته نږدي و درول شوه، تر څو لاس رسی او پورته کیدل ورته اسان وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx