نظــر

د افغانستان ترانسپورتي او ترانزيتي موقیعت ته لنډه کتنه

ابوالیاس جهادوال
د انسانانو او سوداګريزو توکيو ترانسپورت او ترانزيت له هغو مهمو لاملونو څخه دي چې د تاريخ په اوږدو کې يې د بېلابېلو خلکو په ټولنيزه او اقتصادي وده کې رغنده رول لوبولی دی.
دا چې نړیوال بازار ته د توکيو په لېږد سره د تولیدونکو او مصرفوونکو ترمنځ اتصال رامنځته کېږي، نو د لیږد رالېږدله اغېزناکو شبکو څخه استفاده له نړیوالې سوداګرۍ څخه د استفادې فرصتونه زیاتوي، له دې کبله ترانسپورت او ترانزيت د اقتصادي ودې او سیالۍ کلیدي عنصر بلل کېږي.

افغانستان د خپل ستراتيژيک او جيوپوليتيک جغرافيوي موقعيت له اړخه د سويلي او منځنۍ آسيا تر منځ د ارتباطي پل رول لوبوي نو که چېرې په دې برخه کې د يو منظم سیستم پر بنسټ پانګونه وشي، په کم وخت کې به مو هېواد د سيمه ييز اتصال په څلور لارې بدل شي او په اقتصادي وده کې به مهم رول ولوبوي.

دا چې له څلورو لسيزو جګړو وروسته په افغانستان کې په لومړي ځل يو پياوړی او متمرکز اسلامي نظام حاکم شوی او د هېواد په ګوټ ګوټ کې ډاډمن امنيت تينګ دی، نو اسلامي امارت په اقتصادي برخه کې د ځان بسياينې لپاره د نورو هڅو ترڅنګ ترانسپورتي او ترانزيتي پرمختګ ته هم ډېر پام اړولی او په دې برخه کې يې له ګاونډيو او سيمه ييزو هېوادونو سره يو لړ هوکړه ليکونه هم لاسليک کړي، چې ځينې يې په عملي توګه د تطبيق په حال کې دي.

په نړيواله کچه د ترانزيت او ترانسپورت برخه کې له بېلابېلو شبکو څخه استفاده کېږي چې مهمې هغه يې له ځمکني، سمندري، هوايي او اورګاډي پټلۍ څخه عبارت دي، دا چې افغانستان په وچه کې پروت هېواد دی او په مستقيم ډول سمندر ته لاره نه لري، نو له دې کبله له سمندري شبکې پرته درېيو نورو هغو ته لنډه کتنه کوو:

۱.ځمکنی ترانسپورت:
له دې کبله چې ځمکنی ترانسپورټ عموماً د سړکونو له لارې ترسره کيږي، نو افغانستان د ټولګټو چارو وزارت د ستراتيژۍ پر بنسټ دغه هېواد د زرهاوو کيلو مټرو په اوږدوالي سيمه يیز، ولايتي او محلي سړکونه لري چې کولی شي د هېواد له بېلابېلو سيمو سربېره منځنۍ آسيا له سويلي آسيا سره ونښلوي. نو له دې کبله د مسوولو ادارو په هڅو له دغې شبکې څخه په استفادې د سيمه ييزو هېوادونو ترمنځ د مستقيم اتصال زمينه برابره شوې او څه موده وړاندې له هند څخه ازبکستان هېواد ته د افغانستان له لارې د سوداګريزو توکيو لومړنی موټريز کاروان ورسيد او په دې سره په لومړي ځل څلور هېوادونه ( هندوستان، پاکستان، افغانستان او ازبکستان) د ځمکني ترانزيت له لارې ونښلول شول. همدارنګه له ازبکستان هېواد سره د يوې هوکړې پر بنسټ به ډېر ژر د افغانستان باروړونکې لارۍ د ياد هېواد له لارې د منځنۍ آسيا نورو هېوادونو ته د بېلابېلو توکيو د لېږد رالېږد بهير پيل کړي.

۲. د اورګاډي پټلۍ:
په افغانستان کې د اورګاډي لومړنۍ پټلۍ په ۱۸۷۹ میلادي کال کې له کندهار څخه تر کوټې ښار پورې پيل شوه خو د جګړو د دوام او نورو ستونزو له کبله نيمګړې پاتې شوه.
له هغه وروسته په ۲۰۰۸ کال کې د ازبکستان هېواد لخوا د ۷۵ کيلو مټرو په اوږدوالي د اورګاډي پټلۍ د رغاونې چارې پيل شوې چې په۲۰۱۰ کال کې پای ته ورسيدې او اوس مهال دا د هېواد په کچه لومړنۍ فعاله د اورګاډي پټلۍ ګڼل کېږي.

له دې سربېره د اسلامي امارت د وزيرانو شورا د ۱۴۰۰ هـ ش کال د مرغومي په ۳۰ مه هغه طرحه هم تصويب کړه چې له مخې يې له ازبکستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان ته د اروګاډي پټلۍ جوړېږي. د دغې پروژې تطبیق به په سيمه او افغانستان کې د ترانزيت او ترانسپورت په برخه کې ډېرې آسانتياوې برابرې کړي.

۳.هوايي ترانسپورت:
افغانستان د لومړي ځل لپاره د امان الله خان د واکمنۍ پرمهال له پخواني شوروي اتحاد او آلمان هېوادونو څخه څو الوتکې وپيرلې او لومړنی هوايي ډګر يې هم همدغه د کابل خواجه رواش هوايي ډاګر و چې اوسمهال د بين المللي هوايي ډګر په توګه کورني او بهرني پروازونه ورڅخه ترسره کېږي. له دې سربېره افغانستان اوسمهال ۴۵ نور فعال هوايي ډګرونه هم لري.

همدارنګه د دغه هېواد لومړی هوايي شرکت هم آريانا دی چې له ۱۳۳۴ کال څخه تر دې دمه فعاليت لري. د دغه هوايي شرکت فعاليت په هېواد کې د هوايي صنعت د پيل په برخه کې لومړنی ګام و او اوس هم يو شمېر هېوادونو ته له مساپرو سربېره، د سوداګريزو توکيو په لېږد رالېږد برخه کې فعالیت لري.د دې ترڅنګ کام اير هغه خصوصي هوايي شرکت دی چې له دوو لسيزو راهيسې لاهم په افغانستان کې خپل فعاليت ته دوام ورکوي.

له دې سربېره د افغانستان هوايي حریم هم د نړيوالو الوتنو پر مخ پرانيستی دی چې د ورځې په لسهاوو الوتکې له دغه حريم څخه په استفادې د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته الوتنې کوي او افغانستان ته يې د ترانزيت په بدل کې حق العبور ورکول کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx