
اُوْفُوْ بِعَهْدِکُمْ
اُوْفُوْ بِعَهْدِکُمْ
په خپل عهد وفا وکړئ. الآیه
بدترين نظامونه هغه دي چې د خپل رعيت د زړه ماتيدو سبب شي او د ولس ملاتړ له ځانه سره ونلري او همدا باعث کیږی چی نظام ړنګ شي.
د هر چا شخصی حریم ته درناوی وکړئ،
قومي او ديني ارزښتونو ته په شمول د نورو مذاهبو چې دلته شتون لري درناوی وکړئ.
ځینو ملي ارزښتونو ته درناوی وکړئ، بیرغ، بندونه او د هر قوم فرهنګ ته درناوی وکړئ.
یو ځوان په مرداره ویاله کې مه ښکته کوئ چې ولې تاسو پتلون اچولی، د هغه د غرور درناوی وکړئ، د هر قوم ژبې کلتور فرهنګ ته درناوی وکړئ.
له خلکو سره خپل واټن او تفاوت کم کړئ، د هغوی د خوښې نظام جوړ کړئ، امنیتي ځواکونو ته هدایت ورکړئ تر څو ډسپلین په لباس شکل او خبرو کې مراعت کړي، د خلکو د نظرونو درناوی وکړئ.
نور بې بندوباره مسلح کسان له ښاره ټول کړئ او ټولو ته منظم یونیفورم او نظامي شکل ورکړئ، څوک په یوه کوڅه ننوځي او څوک په بله کوڅه، نه د مسیر پلان شته، نه ټکټ رخصت شته، نه د دندې او عملیاتو پلان او سند شته دا ډول اعمال ولس ځوروي.
د حکومت تشکیلات همه شموله کړئ، هر قوم ته ونده ورکړئ، ماسټر، لسانس ته پکې تر ډېر مسؤلیت ورکړئ
په هره برخه کې مسلکي کسان وګمارئ، تر څو د خلکو ستونزو ته تر ممکنه حده ژر تر ژره لاس رسی وشي.
بالاخره رعیت مه ځوروئ، په خپل لاس د دی نظام عمر مه لنډوئ او مه پرېږدئ چې د شلو کلونو قربانۍ مو په اوبو لاهو شي او هیواد مو یو ځل بیا د اور خوراک شي.
ضعیف صیب محترم دیرو شو پاینتونو ته مو اشاره کری په دیر خلص توگه واقعا که دا تکی په نظر کی و نه نیسی نو بس بیا به د ابد له پاره د ملا سره داسی کار وشی لکه کمال اتاتورک چی ترکیه کی وکی باید د خلکو په گیرو کالو همداسی نورشخصی حریم کار ونه لری او که چا بی نزاکتی کوله بیا نو د سختی جزا ورکولو حق لری په غیر دی هغی صورت کی دیر مشکلات به وزیژوی لند مثال یی دی امرالله صالح پوستونه دی فیسبوک کی دغه یوه هفته مخکی به یی چی کوم پوست… نور لوستل »
د نن ټکي اسیا له کره معلوماتو او مطبوعاتو ته نړی مننه کوم چي زما په شمول د هیواد د ننه او بهر دیری ملګری او علاقمندان لري، د نن ټکي اسیا تولي سیاسي، اقتصادي، اسلامي او معلوماتي خپروني واقعا د قدر وړ دي،
تل بریالي اوسي
ډيره په ځاى ليکنه
زه د ضعیف صیب سره موافق یم اولیت باید د خلکو ذهنیت جوړولو ته ورکړو تر څو چې ذهن جوړ نه ښي صوزت جوړول کړمه معنا نه لري د اوس وخت دي چې اول د ولس زړونه تر لاسه چي وروسته بیا وروسته په دغه وړو موضوعاتو بایدې تاکید په کار دي
د ضعیف صاحب ليکنه يو نيک نصيحت او په ټوله اسلامي امارت لوړپوړو چارواکو ته يو اخطارى پيغام دئ چي په غور او دقت لوست او کتنه ورته وشي. ګني بيا به وخت تير او د الله تعالى په دربار کې به بى ځوابه يو. او د اسلامى نظام جوړخت به مو خوب او خيال شي الله مه کړه. مننه
زه دمجاهدینو له بدو کارو ددوی له دولته وتښتیدم. دامارت له اولی دوری می هم ځان ګوښه کړ. دا په دی چی نور ما په سیاست باندی ښه ګمان بایللی وو. اوس چی می بیرته زړه افغانستان ته ښه سوی ده ورو ورو بیرته همهاغه دمجاهدینو او طالبانو دوری را په یادیږی. خدای دی توفیق راکړی چی دا ځلی می بیا طالبان مایوس نکړی.
اسلامی امارت ته مو وار وار مشوری ورکری خو ورز تر بله کار ورخخه خرابیژی زما په اسلام خوابدیژی دوی اوس اسلام بدناموی، دلته خارچ کی سخت تبلیغات یی په سر روان دی
اسلامي امارت د شل کلنې مبارزې په پایله کې ډېر لوی لوی کارونه لکه د هېواد ازادي، د بهرنیو او کورنیو لنډغرو شړل، د سراسري امنیت راوستل او داسې نور تر سره کړل. خو په خواشینۍ سره باید وویل شي هغه خبره رښتیا ده چې وایي: افغانان لویې جګړې ګټي خو سیاست بایلي. دا وار دې خدای(ج) داسې نه کوي. خو کله چې د اسلامي امارت د ځینو چارواکو دا وړو وړو کړنو ته ګورو نو ډېر مو د خپګان سبب شي. په دا اوس کې دا دوې لویې تېروتنې لکه د نجونو د ښوونځیو بېرته بندول او دفترونو ته… نور لوستل »