شعـــــرونه

ترڅو به وي د مینې پټ اسرار ستا په نظر/ محمودي

سيد محمد محمودي

ترڅو به وي د مینې پټ اسرار ستا په نظر
چې دا وخت لا هم ندی د اظهار ستا په نظر

چې تاته دې عیبونه د خپل ځان در ښیي یو- یو
هغه وخت پر هنداره وي غبار ستا په نظر

دا کلک کاڼی به شي ایا همدغسې کلک پاتې؟!
که ناڅاپه دې زړۀ ته وکړم لار ستا په نظر

چې خپلو ارمانونو ته ځلا خپله ورنکړو
په چا کې به وي بل دومره ایثار ستاپه نظر

چې کرکه دې له میني نه کافي واټن کې ساتي
نو داسې ژوند به ښه وي او که دار ستا په نظر

چې ما دې په وعده باندې اشنا زړۀ باوري کړ
زه څومره ملامت یم په دې کار ستا په نظر

چې ستا شعر به وژني، محمودي موږ به خاموش یو
ګڼلی به یې کوم چا دومره خوار ستا په نظر

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx