افغانستان

ميدان وردګ: ترافيکي پېښو او مرمۍ چاودنه کې ۲۶ تنه ټپيان شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۸ وری، ۱۴۰۱ل): د میدان وردګ ولايت په سيد اباد ولسوالۍ کې د دوو ترافيکي پېښو او يوې مرمۍ چاودنې له امله ۲۶ تنه ټپيان شوي دي.

د دې ولايت د عامې روغتيا رئيس محمد زرک ځيرک رسنيو ته ويلي دي چې د سيد اباد ولسوالۍ اړوند شيخ اباد بازار سيمه کې د يوې ناچاودې مرمۍ د چاودېدو له امله ۷ تنه ټپيان شوي دي او په دوو ترافيکي پېښو کې ۱۹ تنه ټپيان شوي.

هغه وويل چې په ټپيانو کې د ۸ تنو روغتيايي وضعيت د اندېښني وړ و چې د درملنې لپاره کابل ته ولېږدول شول او د نورو روغتيايي وضعيت د ډاډ وړ ښودل شوی دی.

د يادونې وړ ده چې په افغانستان کې ترافيکي پېښې او د موټر چلونکو بې احتياطي هغه څه دي چې له امله يې ګڼ شمير افغانان خپل ژوند له لاسه ورکوي، همدا راز د پخوانيو جنګونو پر مهال پاتې شوي ناچاودېدونکي توکي هم وخت په وخت د افغانانو ژوند ګواښي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx