افغانستان

افغانستان بانک سبا ۱۲ ميليونه ډالر پلوري

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۸ وری، ۱۴۰۱ل): د افغانستان بانک غواړي چې سبا (سه شنبه، وری ۹) ۱۲ میليونه ډالر د یوې ازادې پروسې له لارې وپلوري.

د افغانستان بانک له لوري په خپره شوې اعلاميه کې له هغو په شرايطو برابرو سوداګريزو بانکونو، صرافۍ او پولي خدمتونو له شرکتونو څخه غوښتل شوي دي چې په يادې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.

په اعلاميه کې ويل شوي دي چې د ليلام ګټونکي اړ دي چې خپل حسابونه د ليلام د ورځې تر پايه تصفيه کړي.

همدا راز په اعلاميه زياتوي چې د اسعارو د ليلام په داو طلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسويې ته اجازه نه ورکوي او ليلام ګټونکی اړ دی چې خپل ذمت د قيمت پيسې به په يو ځل په نغد ډول او ټاکلې موده کې د افغانستان بانک ته سپاري.

د يادونې وړ ده چې په بازار کې د ډالرو نرخ د کنټرول او اړتيا پوره کولو په موخه افغانستان بانک تر دې وړاندې هم ډالر ليلام کړي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx