ورزش

استرالیا ته له ماتې وروسته انګلستان ویسټ انډیز ته هم ټیسټ سیریز وبایله

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۹ وری، ۱۴۰۱ل): د انګلستان کرکټ لوبډله چې په ټيسټ کرکټ کې غوره نوم لري، له تېر یو کال راهیسې مخ په زوال روانه ده چې د استرالیا پر مټ د شرموونکي ماتې وروسته یې ویسټ انډیز ته هم ټیسټ سیریز کې ماتې ومنله.

د انګلستان کرکټ لوبډله چې اوسمهال ویسټ انډیز کې ده، او ددغې لوبډلې پر وړاندې یې د درې ټیسټ لوبو سیریز ترسره کړ، په ۱-۰ ماتې خپله کړه.

ددغه سیریز لومړۍ او دوهمه لوبې مساوي پای ته ورسېدې، خو په دریمه لوبه کې د انګلستان توپ وهونکي بشپړ ناکام شول او ویسټ انډيز د لسو ویکټو په ستر توپیر یې ماتې ومنله.

له دې وړاندې د استرالیا پر وړاندې په اشیز ټیسټ سیریز کې چې د استرالیا په کوربه توب ترسره شو، انګلستان د ۴-۰ په ستر توپیر ماتې خوړلې وه.

د انګلستان لوبډلمشر جویي روټ چې په یوازې ځان ښه ثاتیږي د پخوانیو انګلستاني کرکټرانو او مبصرینو له لوري له سخت فشار سره مخ دی، خو نوموړی پخپله وایي چې لوبډله یې لا هم بشپړ ملاتړ کوي.

د انګلستان پخواني لوبغاړي، مبصرین او کرکټ پوهان ناصر حسین، مایکل وان او اتیرټن له جویي روټ څخه غواړي چې له لوبډلمشرۍ استعفا وکړي. په داسې حال کې چې یو شمېر نور د لوبډلمشر په ځای نور لوبغاړي ملامتوي.

د جویي روټ لوبډلې په تېرو پنځو سیریزونو کې هیڅ سیریز نه دی ګټلی او په تېرو ۱۷ ټیسټ لوبو کې یې یوازې یوه لوبه کې بریا خپله کړې ده.

له دې وړاندې د انګلستان د روزونکو ډله هم له پرلپسې ماتو وروسته ګوښه شوې وه، خو مبصر ناصر حسین وایي چې «څرنګه ممکنه ده دده سره په ماتې کې شریکه د روزونکي ډله ګوښه کیږي او جویي روټ لا هم لوبډلمشر پاتې دی، دا تکتیک باید بدل شي».

خو بل لوري ته د انګلستان لوبډلې د اوسني روزونکو ډله چې له پال کالینګووډ، انډري سټراوس او جیمز ټیلر څخه جوړه ده د خپل لوبډلمشر بشپړ ملاتړ کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx