افغانستان

سبا د قوشتېپې لوی کانال افتتاح کیږي

نن ټکی اسیا سې شنبه، ۹ وری، ۱۴۰۱ل): افغان حکومت سرچېنې وايي چې سبا چهارشنبه (وري ۱۰مه) به د قوشتېپې لوی کانال د ریاست الوزرا لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر په لاس افتتاح او چارې پيل شي.

احمدالله وثیق پر خپل ټویټر لیکلي دي چې د قوشتېپې کانال  پروژه د افغانستان په تاريخ کې لويه او حياتي پروژه ده چې پر مټ به يې درې نيم مليونه جريبه ځمکه خړوبه شي.

هغه زیاته کړې چې دې پروژې کې به په يو وخت ۲۸۰۰ ماشينري کار کوي.

نن ټکی اسیا ته هم د حکومت دننه سرچېنو ویلي دي چې حکومت د ۱۴۰۱هـ ش کال بودیجه کې د قوشتېپې کانال لپاره شاوخوا ۶ میلیارده افغانۍ بودیجه تخصیص کړې ده.

د قوش تیپې د اوبو لګونې هغه پروژه ده چې په ۲۰۱۸ کال کې یې د امکان سنجۍ مطالعات پیل شوي وو او د سیمې  په کچه د اوبو لګونې ستره پروژه ګڼل کېږي.

د قوشتیپې کانال د امو له سیند څخه په کال کې ۱۰ میلیارده مترمکعبه اوبه را اخلي او د ۲۸۰ کیلو مترو په اوږدوالي، ۱۰۰ متره پلنوالي او ۸.۵ متره ژوروالي  سره د کندوز، بلخ، فاریاب او جوزجان ولایتونو شاوخوا ۵ لکه هکتاره وچې ځمکې خړوبولی شي.

د قوشتېپې کانال به په یوه ثانیه کې ۶۵۰ متره مکعب اوبه انتقال کړي چې په ترڅ کې به یې شاوخوا شاړې صحراوې ټولې زرغونې شي.

‏د قوش تیپې کانال درې پړاوونه لري. لومړی پړاو یې چې ۱۰۸ کیلومیتره اوږدوالی لري، د آمو له سیند څخه پیل کیږي او د بلخ ولایت دولت آباد ولسوالۍ ته رسیږي.

د دوهم پړاو اوږدوالی ۱۷۷ کیلو میتره دی چې د بلخ له دولت آباد څخه ‏پیل کیږي، د جوزجان ولایت له اقچې ولسوالۍ څخه تېریږي او د فاریاب ولایت اندخوۍ ولسوالۍ ته رسیږي.

دریم پړاو پر زراعتي ځمکو د فرعي کانالونو د تقسیم دی. دغه پروژه به په شپږ کاله کې تکمیلیږي چې د لومړي پړاو د بشپړتیا لپاره یو کال او د پاتې دوو پړاوونو لپاره پنځه کاله وخت په نظر کې ‏نیول شوی دی. او تخمیني بودیجه ورته شپږ ملیارده افغانۍ ټاکل شوې ده. دا پروژه به نهیوازې افغانستان د غنمو له پلوه خودکفاء کړي، بلکې نورو هیوادونو ته د صادرولو جوګه به یې هم کړي. او د دې تر څنګ لسګونه زراعتي او تولیداتي فارمونه هم د پروژې سره په پام کې نیول شوي دي.

د چارو شننونکي وايي چې د قوشتېپې کانال پروژه بشپړه شي په افغانستان کې یو لوی کرنییز انقلاب رامنځته شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
7 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد

ډېر لوی او مبارک زیری دی او خدای(ج) دې د دې پروژې په عملي کولو کې اسلامي امارت او نورو هېواد پالو افغانانو ته توان او بری ور به برخه کړي. مننه

ورک ځاځی

بس هيله ده چى دا پروژه تر غور او بادغيس ولايتونو پوى وغځوى. دا کار به انشاالله افغانستان کى د ننه ډير وچکااى زپلى خلک بيرته خپل وطن ته ستانه کى. او د دى سره سره د هلمند او کابل د سيندونو کانالايزيشن هم شروع کړى. که داسى وشول، انشاالله افغانستان به د دى جوګه شى چى لږ تر لږه 250 ميليونه نفوذ خوراک او څکاک زرورتونه پوره کړى. يعني مونږ به تر نسلونو نسلونو پورى خودکفا شو او تاريخ به د دى اقدام لپاره هميشه اسلامي امارت په زرينو کرښو يادوى.

سلیمان زاهد

مبارک ښه زیری دی او خدای(ج) دې د دې پروژې په عملي کولو کې اسلامي امارت او نورو هېواد پالو افغانانو ته توان او بری ور به برخه کړي چه ژر یی ختمه او د ښه راتلونکی را پر برخه کړی

غ.حضرت

د لیکنی عنوان لږ غوندی ” چټک! ” ښکاری.
پورته عنوان داسی تعبیریږی چی ګواکی کانال بشپړ دئ او سبا ورځ افتتاح کیږی ( حال دا چی د کانال فعّال کېدو ته کلونه وخت پاتی دئ ).
عنوان باید داسی وی :
د قوش تپې د کانال د بشپړېدو چاری سبا پیلیږی.

pattang

دګوشتې د کانال د جوړېدوپه پرو جکت (پروژه )سبا خبرې کیږي :

1.pre-clarification
2 . Specifications
3. Specification book
4.project Manager
5.Project Steering Committee
6.project communication plan
……….

سلیمان زاهد

پروژه څنګه شوه ، شروع سوه که بیا پاتی سوه ، دا پروژه لکه ټاپی زمونږ آډي نکړی

طاهر ثابت

ښه کار سوی. خو طالبان باید متوجه سی چی له هغو دولتو سره چی داوبو حق لری سمه عادل چلند وکړی. داسی نسی چی نه اوبه سی او نه غنم له شمالی دولتو. بیا پاکستان او هند ته مجبور سی.
هیله ده طالبان دزراعت نوی طرز او تکنالوجی ته متوجه سی چی په کمو اوبو زیات بیابانونه خړوب کړی. تیری پروژی بیرته فعالول دوطن دترقی اول قدم دی. طالبانو نور قدمونه باید واخلی چی نور یی بیا په دوی پسی جاری وساتی.
دشهید داود دی خدای قبر روښانه کړی چه دا فکر یی کړی وو.

Back to top button
7
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx