نظــر

استخبارات او د اسلامي نظام لپاره يې اهميت

مخلص افغان
استخبارات د خبرونو راټولولو په معنا دی.
په عربي کې ورته “تجسس” او “تحسس” ویل شوی، معنا یې پلټنه او د معلوماتو راټولول دي. په قرآن کریم کې هم د تجسس لفظ ذکر شوی، چې معنا یې د عیبونو پلټل دي.
چې له تجسس څخه منع راغلې، الله ﷻ فرمایې:
“وَلاَ تَجَسَّسُوْ” ….
یعنې تاسو د یو بل عیبونه مه پلټئ!.
همدا رنګه په حدیث شریف کې هم دا لفظ ذکر شوی، رسول الله ﷺ فرمایي: وَلاَ تَحَسَّسُوْ وَلاَ تَجَسَّسُوْ…. یعنې تاسو د خلکو عیبونه او پټ رازونه مه پلټئ!.
خو په حدیث شریف کې چې کومه معنا راغلې له دې نه د استخباراتي نظام د وضع کولو ممانعت نه لازمیږي، بلکې له حدیث شریف نه په انفرادي توګه د یو مسلمان لخوا د بل مسلمان د عامو او معمولي خبرو د تفتیش او معلومولو منع راغلې ده.
خو زمونږ هدف استخبارات دي، چې آیا له دښمن سره د جنګ او اسلامي نظام د ساتنې لپاره استخبارات په اسلام کې ځای لري؟ جائز دي؟
او که یې لري په کومه اندازه؟.. اهمیت یې څومره دی؟…
ددې په جواب کې باید ووایو چې: “هو” په اسلامي معاشره کې د استخباراتي نظام اقامه کول په شریعت کې ځای لري، ددې لپاره امام بخاري رح په کتاب الجهاد کې د باب الجاسوس تر عنوان لاندې باب قایم کړی، چې په هغه کي یې د حاطب ابن ابي بلتعه رض حدیث رانقل کړی.
د رسول اللهﷺ افعال د قرآن تفسیر دی، رسول الله ﷺ چې کوم افعال په استخباراتي برخه کې انجام کړي، دا ترې معلوميږي چې د دښمن په وړاندې تجسس روا، بلکې مآمور به او لازمي هم دی.

همدا رنګه د قرآن یوه بله حصه که راواخلو.
الله ﷻ فرمایی:
وَاَعِدُّوْ لَهُمْ مَاسْتَطَعْتُمْ مِنْ قُوَّةٍ الآیه
په دې آیت کریمه کې دومره لوی تعبیر پروت دی چې تر قیامته پورې د دښمن د مقابلې لپاره ټولو وسایلو او تدابیرو ته شامليږي او د دفاع او جهاد له تدابیرو څخه یو تدبیر د استخباراتو جوړول او قوي کول دي.
د استخباراتو مهم هدف دادی چې څنګه د دښمن پلانونه او ارادې ځان ته معلومې کړو او خپل پلانونه پټ وساتو.
ددې لپاره ضروري ده چې په پوره ځیرکتیا به خپل باوري او تکړه کسان د دښمن منځ ته داخلوو، او نه به پرېږدې چې د دښمن کسان ستا نظام یا ډلې ته داخل شي.

د استخباراتو موضوع په اسلام کې پراخه مخینه لري، چې موږ یې آن دموسی علیه السلام په زمانه کې هم مثالونه لرو، کله چې له بنې اسرائیلو سره بیت المقدس ته داخلیده، نو دمعلوماتو لپاره یې مخکې ځیني کسان ولېږل، ترڅو ددښمن اندازه او قوت معلوم کړي.
همدارنګه دسلیمان علیه السلام او هدهد قیصه موږ ته بل مثال دی، چې څنګه سلیمان علیه السلام دهدهد په واسطه دبلقیس دپادشاهي او لښکر معلومات راټولول.
خو کله چې د خیرالقرون زمانه راورسېده رسول اللهﷺ تر هر څه ډیر استخباراتي نظام ته توجه وکړه. دومره یې قوي کړ چې ددښمن له ټولو پلانونو څخه به مخکې له مخکې خبر وو. د استخباراتي کار نتیجه وه چې حذیفه ابن الیمان رضی الله تعالی عنه ته د “صاحب السر رسول اللهﷺ” لوی اعزاز نصیب شو.
او کله چې نبي کریم ﷺ د احزاب په غزا کې غږ وکړ چې څوک به د مشرکینو معلومات راته راوړي، دری ځله حضرت زبیر رضی الله تعالی عنه پورته شو نو رسول الله ﷺ ورته وویل چې دهر نبي لپاره یو حواري وي او زما حواري زبیر رضی الله تعالی عنه دی. همدارنګه امام بخاري رحمه الله له حضرت ابو هریره رضی الله تعالی عنه څخه روایت کړی چې رسوال الله ﷺ دحضرت عاصم رضی الله تعالی عنه ترمشرۍ لاندې لس نفره استخباراتي کارمندان ولېږل.
او کله چې حضرت عباس رضی الله تعالی عنه دهجرت اراده وکړه رسول اللهﷺ ورته وویل “(اِنَّ مُقَامَکَ فِیْ مَکَّةِ خَیْرٌ)” په دې خاطر چې هغه به دمکې دمشرکینو معلومات مدینې منورې ته لېږل، یعنې داستخباراتي کار اجر له هجرت څخه هم لوړ وو. ځکه چې داسلامي نظام بقا ورپورې تړلې وه.

د هغه څخه وروسته استخبارات و چې: له صلاح الدین ایوبي رحمه الله څخه یې دالقدس فاتح جوړ کړ، دهغه دمخبرینو همت او حوصلې وې چې دټولې نړۍ صلیبي لښکري یې په ګونډو کړې.
او همدا استخبارات وو چې سلطان محمود غزنوي ته یې د سومنات لاره وښوده، تر څو تاریخ ته ځان دبت ماتونکي غازي په نوم ثبت کړې. سلطان محمود به هغه چاته چې هند ته به دمعلوماتو راټولولو په خاطر تلل مشرفین ویل، تر ټولو لوړه تنخوا یې ورته مقرره وه، او تر ټولو عزتمند خلک همدوی وو، همدارنګه هغه کسان به په بد مرګ وژل کیدل، کومو به چې دښمن ته جاسوسې کوله، یعنې څومره چې داستخباراتو اهمیت ډير ده هغومره د پردي جاسوس سزا هم سخته ده.

بل خوا که داستخباراتو په واسطه هغه زیانونه وګورو کوم چې داسلام دښمنانو مسلمانانو ته اړولي، لا به داسلامي نظام لپاره داستخباراتو اهمیت راته څرګند شي.

دښمن د استخباراتي حربو په واسطه وکولی شول چې ټوله اسلامي نړۍ په خپلو پنجو کې راګیره کړې، او چې چېرته هم یو جهادي خوځښت رامنځ ته شوی، په کمه موده کې بېرته یا کمزوری، او یا له منځه وړل شوی، علت یې په مسلمانانو کې دکفر جاسوسان او استخبارات دي چې دمجاهدینو هر قدم څاري.

لنډ مثال به زموږ ګران هیواد ورکړو که چېرته دلته ددښمن جاسوسان نه وای روسانو نه شوای کولی زموږ په هیواد حمله وکړي، او که یې کړې هم وای ډېر ژر له ماتې سره مخ کيدل، خو دا جاسوسان وو چې دروس یرغل لس کلونو ته اوږد شو.

له هغه وروسته چې کله امریکا یرغل وکړ تر ټولو مضبوط مټ یې همدا جاسوسان وو، چې دمجاهدینو له هر قدم نه به یې معلومات ورکول، او دهر مسلمان کور ته به یې وروستل. که دوﺉ نه وای دا یرغل دشلو کالو په ځای دوه دری کلونه هم نه اوږدېده، دا چې زموږ کړاو ددوو دریو کلونو په ځای شل کلونو ته اوږد شو، لوی علت یې ددښمن جاسوسي او استخباراتي شبکه وه، چې اتلس کاله موږ زیاته قرباني ورکړه، او اتلس کاله زیات مو د کفر تر وحشت لاندې تېر کړل.

اوس هم که غواړو چې نظام مو پائیدار او با ثباته وي، ضروري ده چې استخباراتي نظام دومره قوي کړو چې ددښمن هر پلان مخکې له جوړېدو خنثی کړو.. په دې سره به مو ایماني او وجداني رسالت په صحیح ډول ادا کړی وي.

ومن الله التوفیق.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

زما یو ډاکټر ملګری وو،،، وېل په امتحان کې د پسه د اناتومي په باره کې سوال راغلی وو چې هېڅ مې نه وو زده،، نو د امتحان په پارجه کې مې ولیکل چې د پسه په وړیو او څرمن کې چې کومه حشره ژوند کوي اناتومي یې په لاندې ډول ده،،، وېل په دې توګه مې د پسه له اناتومی غاړه و ایسته او د غڼې په اناتومي مې د خدای زور مالومات ولیکل….

غوربندي

1) په هېواد کې د ننه د اسلامي نظام د استخباراتو رول او اسلوب ؟
2) له هېواده بهر د اسلامي نظام د استخباراتو رول او اسلوب؟

په لیکنه کې لومړی هغه له پامه غورځېدلی او په دوهم یوه رڼا اچولې شوې ده

غ. حضرت

خبره خو دا ده چی: د حکومتدارۍ په برخه کی د نورو هیوادونو سره زموږ د هیواد یوازنی ورته والئ او تشابه دا ده چی د استخباراتو د اِدارې د پرسونل شتون او فعالیت پر خپل ځای پاتی دئ. په هره ټولنه خصوصاً په غربی او دموکراټیکو ټولنو کی استخباراتی سیسټم د حکومتونو د بدلون تر اغیزی لاندی نه راځی بلکه دا یو دولتی تشکیل دئ. زموږ په وطن کی هم دا قاعده پر خپل ځای پاتی ده. د پَک ظاهر د استخباراتو مامورین د پَک داوود خان او د پَک داوود خان استخباراتی مامورین د ثور او جدی د… نور لوستل »

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx