افغانستان

 ميدان وردګ کې د يوې کورنۍ ۵ تنه مړه شوي

نن ټکی اسیا سې شنبه، ۹ وری، ۱۴۰۱ل): د ميدان وردګ ولايت په داديميرداد ولسوالۍ کې په يو کور د غره له لوري ډبره راغورځېدلې چې له امله يې د یوې کورنۍ اوو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د ميدان وردګ د دايميرداد ولسوال مولوي دين محمد حقاني رسنيو ته ويلي دي چې نن سهار شاوخوا پنځه بجې ددې ولسوالۍ په چنګه کلي کې د محمد نعيم په نامه يو ځايي اوسېدونکي په کور له غره څخه ډبره راغورځېدلې چې په نتيجه کې يې خپله محمد نعيم، ميرمن يې، يوه نګور او دوه لمسيان يې مړه شوي دي.

ښاغلي حقاني وويل چې په پېښه کې دوه تنه نور ټپيان روغتون ته وړل شوي دي چې روغتيايي وضعيت يې د اندېښنې وړ دی، هغه وويل چې يوه ميرمن لاهم تر خاورو لاندې ده او د ژغورنې هڅې يې روانې دي.

د ميدان وردګ ولايت د روغتيا رييس ډاکټر محمد زرک هم رسنيو ته ویلي دي چې د پېښې له سيمې څخه دوه تنه ټپيان روغتون ته وروړل شوي دي او درملنه يې روانه ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx