افغانستان

چين: سبا د افغانستان په اړه دوه ورځينۍ غونډه جوړيږي

نن ټکی اسیا سې شنبه، ۹ وری، ۱۴۰۱ل): ټاکل شوې ده چې سبا (چهارشنبه ۱۰ وری) په چين کې د افغانستان د ثبات د ټيڼګښت او بشري مرستو د راجلبولو په موخه دوه ورځينۍ غونډه جوړه شي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ونيبين تېره ورځ په پيکينګ کې خبريالانو ته ويلي دي چې په دې غونډه کې به د ايران، روسیې،ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان  او پاکستان د بهرنيو چارو وزيران او استازي ګډون وکړي.

نوموړي ويلي دي چې په غونډه کې به افغانستان د ګاونډيو هيوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو سربېره د قطر او اندونيزيا د بهرنيو چارو وزيران او د افغانستان د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي هم د ځانګړو مېلمنو په حيث ګډون کوي.

د چين د بهرنیو چارو وزير هيله وښوده چې په غونډه کې به د افغانستان د ستونزو د حل په موخه لازياته سيمه ييزه اجماع رامنځته کړي او زياته يې کړه چې ددې غونډې له لارې به له نړيوالو وغوښتل شي تر څو د بشري مرستو او اقتصادي برخو کې له افغانستان سره همکاري وکړي.

نوموړي ويلي دي چې افغانستان اوس د نظم او پرمختګ په لور روان دی خو لا هم افغانان له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي چې ددې ستونزو په حل کې بايد سيمه او نړۍ په ګډه کار وکړي.

بايد وويل شي چې چين په افغانستان کې د ثبات د ټينګښت لپاره هلې ځلې کوي چې په همدې جريان کې تېره اوونۍ د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي کابل ته راغی او دلته يې د بهرنيو چارو وزير مولوي اميرخان متقي، د رئيس الوزرا مرستيال ملا عبدالغني برادر او يو شمېر نورو دولتي چارواکو سره وکتل.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx