
افغانستان
حکومت له هيواده قاچاق کېدونکې ډرون الوتکه کشف کړې
نن ټکی اسیا سې شنبه، ۹ وری، ۱۴۰۱ل): د اداري فساد او درنو جرمونو په وړاندې د مبارزې مسؤلين وايي چې يوه ډرون الوتکه چې له هيواد څخه قاچاق کېده، کشف کړې يې ده.
د باختر خبري اژانس د خبر له مخې دغه غټه کشفي ډرون الوتکه چې له افغانستان څخه ايران ته د ۶۵ زره ډالرو په بدل کې قاچاق کېده؛ د اداري فساد او درنو جرمونو په وړاندې د مبارزې مسؤلينو کشف او ترلاسه کړې ده.
بايد وويل شي چې په دې وروستیو کې له هيواده څخه د وسلو او نورو توکو د قاچاق ګڼ شمېر هڅې شنډې شوي دي.
تېره ورځ هم د هيواد سرحدي ځواکونو د ننګرهار ولايت دوربابا ولسوالۍ کې ۳۴ میله سپکې او درنې وسلې چې پاکستان هيواد ته قاچاق کېدلې نيولي دي.