افغانستان

پاسپورټ رياست: د وري په ۱۶ مه د پاسپورت وېشلو بهير بيا پيليږي

نن ټکی اسیا سې شنبه، ۹ وری، ۱۴۰۱ل): د کورنيو چارو وزارت اړوند د پاسپورت عمومي رياست وايي چې راتلونکې سه شنبه (۱۶ وری) به د پاسپورت د وېش لړۍ بيا پيل شي.

د پاسپورت رياست د مطبوعاتو مسؤل شفيع الله تسل رسنیو ته ويلي چې د وري مياشتې په ۱۶ مه نېټه به د پاسپورت د ويش بهير په عادي توګه په مرکز او ولايتونو کې پيل شي.

ښاغلي تسل ويلي دي چې هغه کسان چې تر دې وړاندې يې د پاسپورت اخيستلو لپاره انلاين نوم ليکنه کړې وه د وري تر پنځلسمې نېټې به د دوی د پاسپورت وېش لړۍ بشپړې شي او له هغې وروسته به بيا په مرکز او ولايتونو کې د پاسپورت د عادي ويش بهير پيل شي.

د پاسپورت رياست نږدې دوه اوونۍ وړاندې په ولايتونو او مرکز کې د پاسپورت د ويش بهير بند کړی و او يوازې هغو کسانو ته پاسپورت ورکول کېده چې لا له وړاندې يې انلاين نوم ليکنه کړې وه.

نوموړي له خلکو غوښتي چې د پاسپورت د اخيستلو لپاره له قانوني پیسو پرته بل چاته رشوت ورنکړي.

د کورنيو چارو وزرات هم په خپله ټويټر پاڼه د پاسپورتونو د ويش لړۍ د بيا پيل خبر ورکولو ترڅنګ ويلي دي چې ياد رياست څو تنه د کميشنکارۍ په تور هم نيولي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حیران

فقط دوه یا دری کمیشنکاران په عام محضر کی جزایی کری
دوهم دا حقانی ورور سزا سه خیل شوه کنه ولی مو پت کر دا خاین او فاسد باید عام شکل محکمه شی که نه

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx