نړۍ

د امریکایانو اکثریت د افغانستان څخه خپل فوځونه ایستل غواړي

4american-troops-afghanistanنن ټکی آسیا: د اسامة بن لادن د مړیني وروسته د هغه امریکایانو عدد زیات سوی چي غواړي باید امریکايي فوځ د افغانستان څخه نور را ووزي.

د تیري میاشتي مئي پر دوهمه نیټه چي کومه څیړنه شوې وه، هغه کي ویل شوي وه، چي ۳۰ سلنه امریکایان خپل د ټولو فوځونو د را ایستلو غوښتنه کوي.

خو اوسنۍ څیړنه چي د سي ان ان له خوا د رواني میلادي میاشتي د دریمي نیټي څخه بیا تر ۷ نیټي پوري تر سره شوې،

په کښي ویل شوي چي ۳۹ سلنه امریکایان غواړي چي خپل ټول فوځونه د افغانستان څخه وباسي، یعني نهه سلنه تر یوې میاشتي مخکې شمیر زیات سوی، او همداسي ۳۵ سلنه امریکایانو هم د خپلو فوځونو د را ایستلو غوښتنه کړې خو په لږ شمیر، او پاته ۱۸ سلنه تقریبا ویلي چي باید فوځ را ونه ایستل شي، او پر خپل حال پاته سي.

د یادوني وړ ده چي امریکایان په افغانستان کې د یو لکو په شاوخوا کي فوځونه لری.

او د هغو امریکایانو شمیر چي په افغانستان کې د جګړې سره مخالفت کوي، تر ۶۲ فیصده پوري رسیدلی، چي تیره میاشت ۵۲ فیصده وو، یعني د جنګ سره د مخالفت کوونکو شمیر هم لس فیصده زیات سوی دی.

او د اسامة بن لادن په اړه چي ایا رشتیا هم مړ شوی که نه، ۸۶ سلنه امریکایانو ویلي چي هو مړ شوی دی، خو ۱۱ سلنه اوس هم په دې فکر دي چي نومړی لا ژوندی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x