ورزش

د انګلستان لوبډلې پخوانی روزونکی «ګراهم تورپې» د ملي لوبډلې نوی روزونکی وټاکل شو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۰ وری، ۱۴۰۱ل): د انګلستان کرکټ لوبډلې پخوانی توپ وهونکی او روزونکی ګراهم تورپې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې نوی مشر روزونکی وټاکل شو.

د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې د ګراهم تورپې سره یې د اوږد مهال لپاره تړون لاسلیک کړی دی خو ددې ټاکلې موده یې نه ده په ډاګه کړې.

که څه هم 52 کلن ګراهم تورپې د انګلستان یو له غوره پخوانیو لوبغاړو څخه و او د روزنې په برخه کې هم ښه مخنیه لري، خو په دې وروستیو کې د انګلستان لپاره د روزونکي په حیث د هغه کارکردګي د نشت برابر وه.

د نوموړي تر روزنمشرۍ لاندې د انګلستان کرکټ لوبډلې د استرالیا پر وړاندې په ۲۰۲۱م کال کې د اشیز ټیسټ سیریز په ۴-۰ وبایله چې له هغه وروسته ګراهم توپې د انګلستان لوبډلې له دندې ګوښه کړل شو.

کرکټ بورډ وایي چې نوموړی به د ملي لوبډلې سره د راتلونکو نړیوالو سیالیو څخه وړاندې یوځای شي. په دې معنا چې ګراهم به د ایرلینډ پر وړاندې سیالیو لپاره د لوبډلې روزنه پېل کړي.

د کرکټ بورډ د خبر له مخې، ګراهم له ۱۹۸۷ کال تر ۲۰۰۲ کال پورې د انګلستان هېواد د اخلي او نړیوالو لوبو په ډګر کې استازولي کړې چې د یاد هېواد لپاره یې په ۱۰۰ ټېسټ لوبو کې ۶۷۴۴ منډې او ۸۲ یو ورځنیو نړیوالو لوبو کې ۲۳۸۰ منډې کړې او د خپل هېواد غوره استازیتوب یې کړی دی.

سربېره پر دې نوموړي د یاد هېواد د کاونټي کرکټ کلب په ۳۴۱ لوبو او دغه راز په ۳۵۴ لېسټ اې لوبو کې ګډون کړی دی او د توپوهنې په ډګر کې غوره لوبغاړی پاتې شوی دی.

دغه راز ګراه توپې د روزنې په ډګر کې هم ډېره او غوره مخینه لري چې د ۲۰۱۱ کال له اپریل میاشت یې د روان ۲۰۲۲ کال تر جنوري میاشتې پورې د انګلستان او وېلز له کرکټ بورډونو سره په بېلابېلو ملي ډګرونو کې مسوولیت ترسره کړی دی.

ګراهام د ۲۰۱۹ کال له اکټوبر میاشتې د ۲۰۲۲ کال تر جنوري میاشتې د انګلستان لوبډلې د مرستیال روزونکي په توګه دنده ترسره کړې ده او دغه راز یې یې له ۲۰۱۱ کال تر ۲۰۱۹ کال پورې د توپوهنې د ملي روزونکي په توګه هم دنده ترسره کړې ده.

همدارنګه نوموړي له انګلستان او وېلز لوبډلو سره له ۲۰۰۸ تر ۲۰۱۱ پورې او له ۲۰۰۶ تر ۲۰۰۸ پورې په کورني کرکټ کې د مسلکي روزونکي په توګه مسوولیت ترسره کړی دی.

د یادونې ده چې افغان کرکټ بورډ تېره ورځ راتلونکي میاشت عربي اماراتو کې د ملي لوبډلې تمریناتي کمپ لپاره د پاکستان یونس خان او عمرګل د ټاکلي وخت لپاره روزونکي ټاکلي وو.

د کرکټ بورډ اجرائیه رئیس نصیب خان بي بي سي ته ددې خبر پخلی کړی و او زیاته کړې وه چې دوی به د ملي لوبډلې سره یوازې په دغه تمریناتي کمپ کې لوبغاړو ته اجازه ورکړي.

له دې وړاندې ښاغلي نصیب خان نن ټکی اسیا ته ویلي وو چې د توپ اچونې روزونکي لپاره یې د پاکستان پخواني آلراونډر اظهر محمود سره خبرې نږدې کړي چې ډير ژر به ورسره تړون لاسلیک او رسنیو ته څرګند شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx