افغانستان

افغانستان کې د نجونو ښوونځيو بندول؛ نړیوال بانک ۶۰۰ میلیونه ډالرو پروژې بېرته بندې کړې

نن ټکی اسیا چهارشنبه، ۱۰ وری، ۱۴۰۱ل): نړیوال بانک په افغانستان کې د نجونو د ښوونځيو د بندیدو په غبرګون کې د ۶۰۰ میلیونه امریکايي ډالرو په اندازه پروژې بېرته بندې کړي دي.

رویټرز خبري اژانس په یوه راپور کې ویلي دي چې نړیوال بانک څه موده وړاندې د دغه پروژو د بیا پیلولو په اړه تصمیم نیولی و خو مخکې تر دې چې دغه پروژې د  ملګرو ملتونو له خوا تطبیق شي، د طالبانو له خوا د نجونو ښوونځیو د بندولو په غبرګون کې بېرته بندې کړې.

نړیوال بانک دغه پیسې افغانستان کې په زراعت، تعلیم، صحت او معیشت باندې مصرفولې.

یاد بانک وايي چې د طالبانو له خوا ښوونځیو ته د نجونو نه پرېښودل د ژورې اندېښنې وړ دي او د دوی د اصولو له مخې نړیوال بانک په افغانستان کې د پروژو تمویل په هغه صورت کې کوي چې ښځې او نر يې خدماتو ته مساوي لاسرسی ولري.

نړیوال بانک زیاته کړې چې دوی به د صحت، تعلیم، زراعت او معیشت اړوند څلور پروژې هغه مهال یو ځل بیا د تصویبولو لپاره تمویل کوونکو هیوادونو ته وړاندې کړي چې کله نړیوال بانک او نړیوال شریکان په وضعیت ښه پوه شي او پر دې باوري شي چې د پروژو اهداف پوره کیدلای شي.

نړیوال بانک په داسې حال کې په افغانستان کې د سلګونو میلیونونو ډالرو پروژې بندوي چې څو ورځې وړاندې امریکا هم له افغان حکومت سره پلان شوې ناستې لغوه کړې.

ټاکل شوې وه چې په دغه ناستو کې به د افغانستان بانک استقلالیت، افغانیو بانکنوټونو، پاسپورتونو چاپ او داسې نور اقتصادي مسایل حل و فصل شي.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان بیا رغونې فنډ له منځه یو میلیارد ډالر د مارچ د میاشتې په لومړۍ نېټه نړیوال بانک له کنګل کېدو وویستي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Mohammed Azim

منافقت هم يو حد لري خو وي او اې تلويزيون ټول حدود تر پښو لاندې کړي کله چي امارت د ښځو په اوږد سفر بغير له محرم نه بنديز ولګاوه. دې منافقينو يې پرخلاف تبصرې خپرې کړې. خو اوس چي ښاروالۍ. د ميرمنو لپاره تفريحي پارکونو ته د ورتګ ورځې ځانګړې کړې دې منافقينو يي بيا په خلاف تبصرې وکړې چي ګواکې ولې ميرمنې بيدون له رشته دار څخه پارکونو ته لاړې شي. دا چي اوروپا او امريکا ته بيدون له رشته دار څخه لاړې شي خير ده خو د خپل ښار پارک ته باید بیدون له رشته دار نه… نور لوستل »

خوګياڼي

اسلامي دولت د نړۍ سره په هغه روابطو او ډيپلوماسۍ کوم چې د اسلام او د افغانستان ملى ګټو پر ضد نه وي باید بې له درنګه ورسره همکار او ژمن اوسى. بل د اناثو پر مخ د اوم ټولګي تر دولسم پورې ژر تر ژره خلاص شي چي نړۍ او د افغانستان او افغانانو دښمنانو ته بهانه په لاس ورنشي. او همدارنګه د افغانانو د اصلاح لپاره د نصيحت نه کار واخستل شي. نه د زور زياتي د لارې. تعلیم او علم د ټولو انسانانو طبعي حق دئ. بل د افراط او تفريط ځنې ډډه وشي. اسلام د اعتدال… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx