شعـــــرونه

اه پلاره/ نومير

فدامحمد نومير

ما په ژوندونې په سپيرو خاورو مه منډه
زه د خاورو له تيارو څخه ډاريږم

ما د خاورو په تورو تيارو کې
ډيرې همزولانې ليدلې

اه بابا اه وروره اه تره او اه ماما جانه !
زه ډاريږم د خاورو د تيارو ډيره ډيره ډاريږم

ما د روښنايي په لور بوځه ما روښنايي ته يوسه
مالره د لارې د ليدلو لپاره ډيوه بله کړه

داسې ډيوه چې ځان او نور پرې منور کړم
هو! هغه ډيوه، چې د بشريت لارښود

محمد رسول الله صلی الله علی وسلم
فاطمې ته، ام کلثوم (رض )ته بله کړې وه

زه د خاورو له تيارو ډيره ډاريږم
په والله ډيره ډاريريږم په والله

ما د سپيرو خاورو تيارو ته مه سپاره
مالره د علم ډيوه بله کړه

هو: د علم ډيوه
اه پلاره اه وروره اه تره او اه ماماجانه

ما د مور عايشې ما د مور حفصې ما د مور ام سلمه (رض) او ما د خور زهرا بي بي

کوڅو ته بوځه
ما د روښنايې کوڅو ته بوځه

ماته د علم او پوهې ډيوه بله کړه
زه د سپيرو خاورو له تيارو سخته ويرم

هلته په لياره کې ماران او لړمان وينم
خدای مکړه چې زهر به راکې وشيندې

زه په لاره کې ليوان او درنده ګان وينم
ما به و داړې ما به وخورې

اه پلاره اه وروره اه تره او اه ماما جانه
او په پای کې اه اولی الامره

ما د سپيرو خاورو تيارو ته مه سپاره
زه د سپیرو خاورو له تيارو ترهه لرم

هلته ماران دې هلته لړمان دي
زهر به راکې وشيندې

متحده ايالات ، کلفورنيا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx