افغانستان

خليفه سراج الدين حقاني: نړۍ سره متقابل تعامل ته قوي اراده او امادګي لرو

نن ټکی اسیا چهارشنبه، ۱۰ وری، ۱۴۰۱ل): د کورنيو چارو وزير خليفه سراج الدين حقاني وايي چې له نړۍ سره د متقابل تعامل لپاره قوي اراده او امادګي لرو.

خليفه سراج الدين حقاني په کابل کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له معاون او مل پلاوي سره په ليدنه کې وويل چې دوی له نړۍ سره د متقابل تعامل لپاره قوي اراده او امادګي لري او غواړي چې د سيمې او نړۍ له هيوادونو سره ښې اړيکې ولري.

ښاغلي حقاني وويل چې په تېرو شلو کلونو کې نړيوالو هڅه کوله چې په زوره په افغانانو خپلې غوښتنې ومني خو اوس د هيله مندۍ خبره داده چې مسائل د تفاهم او خبرو له لارې حل کوو.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي معاون مارتین ګریفیت وويل چې غواړي د سبا ورځې په نړيوال کنفرانس کې د افغانستان لپاره کلنۍ څلور ميليارده ډالرو غوښتنه وکړي چې دا د ملګرو ملتونو په تاريخ کې بې سارې کلنۍ مرسته ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ابو محمد الفاروقي

خه خبر دي

كه نوم يي ( افغان كانال )

ونمول شي نو زيات به مناسب وي

عبدالله

═══════════ ♥ೋღღೋ♥ ══════════ ♥ اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ ♥ كَمَا صَلَّیْتَ عَلَى إِبْرَاهِیمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِیمَ إِنَّكَ حَمِیدٌ مَجِیدٌ ♥ اللَّهُمَّ بَارِكْ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ ♥ كَمَا بَارَكْتَ عَلَى إِبْرَاهِیمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِیمَ إِنَّكَ حَمِیدٌ مَجِیدٌ  ═══════════ ♥ೋღღೋ♥ ══════════

عبدالله

نن ټکی کامرې اسیا ښه خفرونه ده

IMG-20220326-WA0066.jpg
Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx