افغانستان

د قوشتېپې لوی کانال د يو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانستل شو

نن ټکی اسیا چهارشنبه، ۱۰ وری، ۱۴۰۱ل): د قوشتیپې د اوبو لګونې هغه پروژه ده چې په ۲۰۱۸ کال کې یې د امکان سنجۍ مطالعات پیل شوي وو او د سیمې  په کچه د اوبو لګونې ستره پروژه ګڼل کېږي، نن يې د جوړېدو چارې د يوې غونډې په ترڅ کې رسماً پرانستل شوې.

ددغه پرانستې په اړه د بلخ په مرکز مزار شریف کې جوړ شويو مراسمو کې د رئيس الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني بردار، د اطلاعاتو او کلتور وزير ملا خيرالله خيرخوا، د سرحدونو او قبايلو وزير ملا نور الله نوري، د صنعت او سوداګرۍ وزير نور الدين عزيزي، د کرنې او اوبو لګولو  وزیر مولوي عبدالرحمن راشد، د اطلاعاتو او کلتور وزرات معين ذبيح الله مجاهد، د ملي پراختیايي شرکت اجرایه رییس او يو شمېر نورو لوړو پوړ چارواکو ګډون کړی و.

غونډې ته د رئيس الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر وويل چې د خوشالۍ ورځ ده چې د ځورېدلي ولس د یوه لوی ارمان پوره کولو لپاره راټول شوي یو، ولس په دې اندېښنه کې و، چې د دې پروژې کارونه ودرېدل، خو موږ له ټولو کارونو وړاندې دغې پروژې ته لومړیتوب ورکړ او نن په رسمي ډول پرانیستل کېږي، ښاغلي برادر وويل چې د دغه کانال په بشپړېدو سره افغانستان د کرنیزو تولیداتو په برخه کې ځان بسیاینې ته رسېدلای شي، همدا وجه وه چې حکومت د قوش‌تيپې کانال پروژې پلي کولو او شروع کېدو ته دومره جدي شو، چې تر نورو ټولو کارونو يې لومړیتوب ورکړ.”

د کرنې او اوبو لګولو سرپرست وزیر مولوي عبدالرحمن راشد د قوش‌تیپې کانال په پرانیست غونډه کې وويل؛ افغانانو ته ډاډ ورکوم چې له کرنیزه اړخه به ځان بسیاینې ته رسېږي او د ياد کانال په اساس به په ښه ډول اوبه کنترول او مدیريت شي.

د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر ملا خیرالله خیرخواه وويل چې حکومت د ملي ارمانونو پوره کولو ته ژمن دی او د ملي پروژو د تطبیق لپاره عملي ګامونه اخلي، نوموړي زياته کړه چې ا.ا تر اوسه د خپلو مشرانو کارکوونکو معاشونه نه دي ورکړي، خو د خلکو د هوساینې په موخه یې شپه او ورځ پر ځان یوه کړې ده.

همدا راز غونډې د سرحدونو او قبایلو سرپرست وزیر ملا نورالله نوري وويل چې د داسې ورځې شاهدان به وو، چې نور به د کار او پانګونې لپاره افغانستان ته راځي، نوموړی زیاتوي؛ په ډاډ سره وایم چې د اقتصادي پلانونو په تطبیق سره به افغانستان په راتلونکي کې له نړیوالو هېوادونو سره سیال شي.

د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي د قوش‌تیپې کانال په پرانیست غونډه کې وويل چې د ا.ا شعار اقتصاد محوره دی او تل هڅه کوي، چې افغانان د نورو هېوادونو د خلکو په څېر ارام ژوند ولري، هغه وويل چې د قوش‌تیپې کانال د پروژې پرانیستل ثابتوي، چې ا.ا ځان ته نه؛ بلکې خپل ملت ته فکر کوي.

د اطلاعاتو او کلتور وزرات معين او د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد د قوش‌تیپې کانال پرانیست غونډه کې له ټولو هېوادوالو وغوښتل، چې د دغې پروژې د تطبیق ملاتړ وکړي. نوموړی زیاتوي، چې د ا.ا رهبري په ټول توان د دغه پروژې ملاتړ کوي او تر شا یې درېږي.

د قوشتيپې کانال پرانستغونډه کې د ملي پراختیایي شرکت اجرایه رییس ددې تاريخي کانال پرانیست غونډه کې وويل چې د ویاړ ځای دی چې د دې تاریخي او سترې پروژې ټول تخنیکي کارونه افغاني انجنیرانو کړي. هغه وايي، چې افغان انجنیران د دې پروژې سرته رسولو لپاره هر ډول قربانۍ ته چمتو دي، نوموړی وايي د دغې سترې پروژې تطبیق به د ځمکې لاندې اوبو په زېرمه کولو کې مرسته وکړي، چې پر بنسټ به یې یوه لویه سیمه زرغونه شي.

د قوشتيپې کانال اهميت:
د قوشتیپې کانال د امو له سیند څخه په کال کې ۱۰ میلیارده مترمکعبه اوبه را اخلي او د ۲۸۰ کیلو مترو په اوږدوالي، ۱۰۰ متره پلنوالي او ۸.۵ متره ژوروالي  سره د کندوز، بلخ، فاریاب او جوزجان ولایتونو شاوخوا ۵ لکه هکتاره وچې ځمکې خړوبولی شي.

د قوشتېپې کانال به په یوه ثانیه کې ۶۵۰ متره مکعب اوبه انتقال کړي چې په ترڅ کې به یې شاوخوا شاړې صحراوې ټولې زرغونې شي.

‏د قوش تیپې کانال درې پړاوونه لري. لومړی پړاو یې چې ۱۰۸ کیلومیتره اوږدوالی لري، د آمو له سیند څخه پیل کیږي او د بلخ ولایت دولت آباد ولسوالۍ ته رسیږي.

د دوهم پړاو اوږدوالی ۱۷۷ کیلو میتره دی چې د بلخ له دولت آباد څخه ‏پیل کیږي، د جوزجان ولایت له اقچې ولسوالۍ څخه تېریږي او د فاریاب ولایت اندخوۍ ولسوالۍ ته رسیږي.

دریم پړاو پر زراعتي ځمکو د فرعي کانالونو د تقسیم دی. دغه پروژه به په شپږ کاله کې تکمیلیږي چې د لومړي پړاو د بشپړتیا لپاره یو کال او د پاتې دوو پړاوونو لپاره پنځه کاله وخت په نظر کې ‏نیول شوی دی. او تخمیني بودیجه ورته شپږ ملیارده افغانۍ ټاکل شوې ده. دا پروژه به نهیوازې افغانستان د غنمو له پلوه خودکفاء کړي، بلکې نورو هیوادونو ته د صادرولو جوګه به یې هم کړي. او د دې تر څنګ لسګونه زراعتي او تولیداتي فارمونه هم د پروژې سره په پام کې نیول شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

د ا.ا. له مشرتابه مې هیله ده چې د ښاغلي عبدالرحمن عطاش صاحب پوره ملاتړ وکړي،، هغوی غد نظر لدې چې د پخواني فاسد رژیم تر سیوري لاندې د ملي شرکت اجرایوي رییس پاته شوی دی،، د وطن د ابادولو ډېرې موثرې او فني وطني طرحې درلودې،، او خورا سپین سپېڅلی او با احساسه افغان دی، که دوی ته عام و تام صلاحیت ورکړل شي نو ډاډه یم چې په کمو امکاناتو به لوی لوی کارونه سر ته ورسوي… ان شاءالله،،،،

عبدالله مجید وردک

ماشاءالله ماشاءالله ماشاءالله، زمونگ د زره تکور د وطن آبادي ، یا الله سبحان یی لویی ده تا لره ، الحمدلالله ثم الحمدلالله

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx