ورزش

قطر فوټبال نړیوال جام ته کومو لوبډلو لار موندلې ده؟

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۱ وری، ۱۴۰۱ل): د قطر فوټبال نړیوال جام ته د لار موندنې سیالۍ پای ته ورسېدې او فیفا د نړیوال جام ټرافي هېوادونو ته د لیږلو سفر پېل کړ.

په فیفا نړیوال جام کې به ۳۲ لوبډلې د یوې ټرافۍ ترلاسه کولو لپاره سیالۍ ترسره کوي کومې چې په قطر کې د نومبر میاشت کې پېل کیږي. دغه جام ته تر دې مهاله ۲۹ لوبډلو لار موندلې او درې به راتلونکي میاشتو کې لار ومومي.

دلته هغه لوبډلې په ډاګه کوو چې د قطر راتلونکي نړیوال جام ته یې لار موندلې ده:

افریقایي لوبډلې:

کامرون، ګانا، مراکش، سینیګال او تونس

اسیایي لوبډلې:

ایران، جاپان، سویلي کوریا، قطر (کوربه لوبډله)، او سعودي عربستان.

عربي امارات به راتلونکي جون کې د استرالیا پر وړاندې مخامخ شي چې ګټونکې لوبډله به له پيرو لوبډلې سره مخامخ کیږي، او بریالۍ لوبډله به نړیوا جام ته لار مومي.

اروپایي لوبډلې:

بیلجیم، کرواتیا، ډینمارک، انګلستان، فرانسه، جرمني، هالنډ، پولنډ، پرتګال، سربیا، هسپانیا او سویس.

دغه راز ویلز لوبډله به سکاټلینډ یا اوکراین سره مخامخ شي تر څو له اروپایي لوبډلو څخه وروستۍ غوره شوې لوبډله هم په ډاګه شي.

شمالي، مرکزي امریکا او کرابین:

کاناډا، میکسیکو او امریکا.

اوشیانیا:

نیوزیلند د اوشیانیا غوراوي ټورنمنټ کې لومړی مقام خپل کړی و، او د انتر کانتینینتل پلی آف لوبو ته یې لار وموندله.

سویلي امریکایي لوبډلې:

ارجنټاین، برازیل، اکوادور او اوروګوای.

پيرو لوبډله چې پنځم مقام یې خپل کړی چې د عربي اماراتو یا استرالیا سره به مخامخ کیږي، تر څو ګټونکې لوبډله قطر ته ته لار ومومي.

د یادونې وړ ده چې د فوټبال نړیوال جام به د نومبر میاشتې له ۲۱مې تر دیسمبر ۱۸مې نیټې د قطر په ۸ بېلا بېلو لوبغالو کې ترسره شي، چې د لوبو مهالویش سبا د جمعې په ورځ اټکل شوی دی.

https://twitter.com/fifaworldcup_ar/status/1509108704272072705?ref_src=twsrc%5Etfw%7Ctwcamp%5Etweetembed%7Ctwterm%5E1509108704272072705%7Ctwgr%5E%7Ctwcon%5Es1_&ref_url=https%3A%2F%2Farabi21.com%2Fstory%2F1428288%2FD8A7D984D983D8B4D981-D8B9D986-D8A7D984D8B1D8ADD984D8A9-D8A7D984D983D8B1D8A9-D8A7D984D8B1D8B3D985D98AD8A9-D984D983D8A3D8B3-D8A7D984D8B9D8A7D984D985-2022-D8A8D982D8B7D8B1

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx