ورزش

د امام الحق او بابر اعظم سلیزې، پاکستان د خپل تاریخ تر ټولو لوړ هدف بشپړ کړ

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۲ وری، ۱۴۰۱ل): د پاکستان کرکټ لوبډلې د پېلیز لوبغاړي امام الحق او لوبډلمشر بابر اعظم په مرسته د استرالیا ۳۴۹ ټاکلی هدف بشپړ کړ.

د استرالیا پر وړاندې په دوهمه یو ورځنۍ لوبه کې چې په لاهور کې ترسره شوه، پاکستان د توپ وهنې په برخه کې په زړه پورې کارکردګي وښوده چې د خپل تاریخ تر ټولو لوړ هدف یې پوره کړ.

دغه لوبه کې استرالیا لومړی توپ وهنه وکړه چې لوبډلمشر یې په صفر وسوځېده، خو وروسته یې ښه توپ وهنه وکړه او بین مکدورمت سلیزې په مرسته یې په ټاکلو پنځوس اورونو کې ۳۴۸ منډې جوړې کړې.

ددوی له لوري بین مکدرمت ۱۰۴، مارنوس لابوشینګ ۵۹ او مارکس سټوینز ۴۹ منډې وکړې. په توپ اچونه کې د پاکستان لپاره شاهین افریدي د ۶۳ منډو په بدل کې ۴ لوبغاړي وسوځول.

د هدف په تعقیب کې فخر زمان او امام الحق په زړه پورې پېل وکړ چې ۱۱۸ منډې ملګرتیا یې وکړه، خو وروسته امام الحق او بابر اعظم ۱۱۳ منډو ملګرتیا لوبډله هدف ته نږدې کړه، چې بالاخره یې په ۴۹ اورونو کې هدف بشپړ کړ.

ددوی له لوري امام الحق ۱۰۶ او بابر اعظم ۱۱۴ منډې وکړې، په داسې حال کې چې د فخر زمان ۶۷ منډو هم په بریا کې مهم رول ولوباوه.

بابر اعظم د هاشم امله او ویرات کوهلي یو بل ریکارډ مات کړ، چې په کمو لوبو کې یې زیاتې سلیزې ووهلې. هغه په ۸۳ پاڼیو کې پنځلس سلیزې ووهلې، په داسې حال کې چې هاشم امله په ۸۶ او ویرات کوهلي په ۱۰۶ پاڼیو کې وهلي دي.

دغه بریا د پاکستان لپاره په یو ورځنیو لوبو کې تر ټولو ستر هدف پوره کول وو، له دې وړاندې یې د هند پر وړاندې د ۳۲۹ منډو ستر هدف په ۲۰۰۴ کال کې بشپړ کړی و چې ددوی لپاره تر ټولو ستر و.

له دې وړاندې په لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کې پاکستان د استرالیا ۳۱۴ هدف نه و بشپړ کړی چې استرالیا د ۸۸ منډو په توپیر بریا خپله کړې وه، خو اوس یې سیریز یې یو-یو مساوي کړ، ددوی ترمنځ دریمه او پریکړه کونکې لوبه به د اپریل په ۲همه نېټه ترسره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx