د روژې مبارکه میاشت

د روژې مېاشت؛ د چا د هېلو ځولۍ او پر چا دروند پېټی

دکتور عمر عماد

تر هرڅه د مخه ټولو ته د روژې د مبارکې مياشتې د رارسېدلو د زړه له کومې مبارکې وايم، د الله تعالې ددې پېرزوېنې شکر کوم چې تر دې مياشتې پورې يې راورسولو، الله تعالې دې مونږ او تاسې ته د هغې د په صحيحه توګه نيولو توفيق راکړي. پدې مناسبت به زه هڅه وکړم چې په څو راتلوکنو لېکنو کې د روژې د مبارکې مياشتې په ځانګړتېاوو، برکتونو او فضائلو، د روژې نيولو په آدابو او آحکامو باندې يو څه ناڅه رڼا واچوم، ان شاء الله تعالی.

مسلمانانو ورونو!
په يو صحېح حديث کې راځي چې رسول الله – صلې الله علېه وسلم – به صحابه کرامو ته ددې مبارکې مياشتې د رارسېدلو زيری ورکولو او ورته به يې ويل چې: ( تاسې باندې د رمضان، يعنې هغه مبارکه مياشت راغله چې الله تعالې يې روزه پر تاسې فرض کړې ده. پدغې مياشت کې د اسمان، او په يو روايت کې: د جنت، دروازې پرانستل کيږي او د جهنم دروازې بندېږي او هغه سرکشه شيطانان تړل کيږې، پدې مياشت کې داسې ېوه شپه ده چې په هغې کې عبادت د زرو مياشتو ( ېعنې چې دا شپه پکې نه وي) د عبادت سره برابر دی. څوک چې يې له خېره بې برخې شو هغه رښتېنی بې برخې دی).

په ېو بل صحيح حديث شريف کې راځي چې: رسول الله صلې الله علېه وسلم يو ځل د شعبان د مياشتې په اخري ورځ خلکو ته ددې مياشتې د راتلو زېری ورکړ او د هغې ځېنې فضايل يې بېان کړل او ويې فرمايل چې( ای خلکو! تاسې ته يوه ستره او برکتي مياشت راغله، هغه مياشت چې الله تعالې د هغې روژه نېول پر تاسې فرض کړي او د هغې قيام [ ېعنې تراويح او تهجد] يې نفلي کار ګرځولی دی. په هغې کې داسې يوه شپه ده چې هغه د زرو مياشتو څخه غوره ده، څوک چې پکې د يو نېک کار په كولو الله تعالې ته ځان ورنږدې کړي لکه په بله مياشت کې چې يې فرض عبادت پر ځای کړی وي او څوک چې پکې يو فرض عبادت سر ته ورسوي لکه (۷۰) فرضي عبادتونه چې يې په بله مياشت کې کړې وي. هغه د صبر مياشت ده او د صبر ثواب جنت دی). او بېا يې ددې مياشتې نور برکتونه هم بېان کړل، چې ددې لړۍ په ورستېو برخو کې به يې يادونه وکړو، ان شاء الله تعالی.

رسول الله صلې الله عليه وسلم به ددې مياشت راتګ ته ليواله و او الله تعالی ته به يې دعاء کوله چې تر روزې پورې يې ورسوي. همدا راز ويل کيږي چې صحابه کرامو او نورو سلف صالحينو به د کال شپږ مياشتې دعاء کوله چې الله تعالې يې تر روژې ورسوي او نورې شپږ مياشتې به يې دعاء کوله چې د هغوی روژه، او پکې ترسره کړي عبادتونه ترې قبول کړي. نو مونږ هم د الله تعالی ډېر شکر کوو چې تر دې مېاشتې پورې يې راورسولو او دعاء ورته کوو چې مونږ ته دا توفيق راکړي چې لکه څرنګه چې ښايي او لکه څرنګه چې الله تعالی ته منل شوې وې هماغسې روژه ونېسو.

اوس به راشو اصلي مطلب ته او پېل به وکړو د روژي د مبارکې مياشتې د ځانګړتېاوو په ېادولو باندې، ېعنې هغه څه چې د کال په نورو مياشتو کې نشته، چې دا ټول په صحېحو آحاديثو کې راغلي دي.

1- پدې مياشت کې ټول قرآن مجيد په يو وار د لوح محفوظ څخه د دنيا په اسمان کې (بيت العزة) ته رانازل شو او بيا به د(۲۳ ) کلونو په اوږدو کې په بېلا بېلو وختونو او مناسبتونو په پېغمر عليه السلام رانازل کېده. چې د قرآن کرېم اول نزول د سورة البقرة په (۱۸۵) او د سورة الدخان په (۳) او د سورة القدر په لومړي اېت کې ياد شوی دی او د قران کريم برسېره نور اسماني کتابونه هم په همدې مياشت کې، يو وار په پېغمبرانو رانازل شوي دي.

2- پدې مياشت کې لېلة القدر ده، لکه وړاندې چې يې يادونه وشوه.

3- پدې مياشت کې د جنت دروازې پرانستل کيږي او د دوزخ دروازې بنديږي او سرکشه شيطانان تړل کيږي. همدا راز د الله تعالې د رحمت دروازې پرانستل کيږي او غږ کېږې چې: ای د ثواب غوښتونکيه راشه (يعنې په نېکو کارو سره ثواب حاصل کړه) او همد اراز غږ کېږې چې: ای ګنهګاره! بس دی نوره ګناه پرېږده، توبه وباسه او خپل رب ته مخه کړه او پدې مياشت کې ډېر خلک الله تعالې د دوزخ له اوره خلاصوي.
کېدای شې څوک پوښتنه وکړې چې: کله چې شيطانان په روزه کې تړل کيږي، نو بېا ولې خلک ګناه کوي؟
ددې په ځواب کې علماء کرامو لاندې ځوابونه وېلي دي:

ددې حديث شريف معنی دا ده چې شيطانان له هغه روژه تيانو تړل کيږي کوم چې په سمه توګه يې روژه نيسې او د هغې ټول شرطونه او اداب پر ځای کړي. شک نشته چې داسې انسان ته بېا کله هم شيطان لاره نشي پېدا کولای.
يا يې معنی دا ده چې پدې مياشت کې هغه ستر او سرکشه شېطانان تړل کيږې، خو واړه خلاص دي او د خلکو په مينځ کې فساد خپروي.
او يا د حديث شريف مقصد دا دی چې پدې مياشت کې به د نورو مياشتو په پرتله شر او فساد کميږي، نه دا چې هغه به بېخي ورکيږي، ځکه چې ګناه ته هڅونکي ېوازې جنې شېطانان نه، بلکه نور څه هم شته، لکه انسي شيطانان او د نفس غوښتنې. څوک چې په يو ناوړه کار عادت شوي وي، په هماغې لاره بلد وي او پرې روان وي، لکه ځېنې حېوانات چې له ډېرو لرې ځايونو څخه ځانونه د خپلې شپې تېرولو ځايونو ته رسوي.
معنې دا چې رروزتي بايد پوره پام وکړي چې دا نور شیان يې په ګناه کې ښکېل نه کړي.
د رمضان د مياشتې بله ځانګړتېا دا ده چې هغه د تاريخ په اوږدو کې د اسلامي لښکرو د فتحو او برياوو شاهده وه چې پېل يې د بدر په غزا و چې ددې مياشتې په ۱۷ نېټه پېښه شوه. هغه غزا چې د مسلمانانو او مشرکانو لمړنۍ وسله واله نښته وه. هغه غزا چې قران کريم ورته (يوم الفرقان) يعنې د حق او باطل بېلېدونکې ورځ؛ ويلې ده. هغه غزا چې جبرايل امين د الله تعالی په امر د زرګونو ملايکو په مشرۍ د مسلمانانو ډاډګېرنې او مرستې ته راودانګل. هغه غزا چې الله تعالې مسلمانان پکې د ذلت او سپکاوي له پړاو څخه د عزت او درناوي پړاو ته پورته کړل، الله تعالی په مسلمانانو باندې خپله دغه پېرزوېنه داسې يادوي: ( وَلَقَدْ نَصَرَكُمُ اللَّهُ بِبَدْرٍ وَأَنْتُمْ أَذِلَّةٌ فَاتَّقُوا اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ).

دغه تاريخي غزا د هجرت په دوهم کال د روژې مياشتې په ۱۷ ورځ پېښه شوې ده. پدې غزا کې – چې مسلمانان ورته د جنګ په نيت نه بلکه د قرېشو د تجارتي قافلې د لارې ډب کولو لپاره وتلي وو، ګوندې وې چې د قرېشو د مشرکېنو څخه د خپلو غصبو شوېو مالونو د يو څه برخې بدل تر لاسه کړي، د مسلمانانو شمېر درې سوه او څو کسان، چې ورسره ېوازې دوه اسونه او (۷۰) اوښان وه او مشرکان چې د جنګ په نېت راوتلي او په وسلو سنبال وه، د (۱۰۰۰) کسانو په شاوخوا کې وه، چې ورسره (۱۰۰) اسونه او (۷۰۰) اوښان وه، په پوره دبدبه او تکبر د مدينې په لور روان و، کله چې قافله د مسلمانانو له ګواښه وژغورل شوه او ابو جهل ته وړانديز وشو چې نور نو د جنګ اړتيا نشته، خو هغه په ټول کبر او فرعونيت ځواب ورکړ چې: نه، مونږ به کله هم بېرته تر هغې ستانه نه شو تر څو چې بدر ته ونه رسېږو او هلته درې ورځې تم نه شو او څاروې حلال کړو او ډوډۍ ګانې ونه خورو، شراب ونه څښو او ښځې راته سندرې ونه وايي او عرب زمونږ په وتلو او لښکر خبر نه شي، تر څو همېشه رانه په وېره کې واوسي!

خو د جګړې د بل اړخ قوماندان صلوات ربي وسلمه عليه چې کله پدې باوري شو چې جګړه حتمي ده نو خپل رب ته په دعاء او زاريو ودرېدلو چې: يا الله ! (که دغه ډلګۍ هلاک کړې نو بېا به دې کله هم په ځمکه کې عبادت ونه شي) ، (يا الله ځما سره دې خپله وعده پوره کړه، يا الله مرسته او بری دې غواړم) دومره يې خپل رب ته زارۍ او ننواتې وکړې چې د ابو بکر صدېق رضې الله عنه زړه بپرې خوږ شو….. د حق او باطل لښکرې مخامخ شوې او د مشرکانو لښکر داسې ماتې اوخوړه چې ټول عربان ورته ګوته په غاښ پاته شول .
همدا راز د هجرت په اتم کال د همدې مياشتې په (۲۱) يا (۲۳ هجري قمرې کال) ورځ مکه مکرمه په سوله ييزه توګه فتحه او د شرک ماڼۍ تر ابده پورې په جزېرة العرب کې نسکوره شوه ( وَقُلْ جاءَ الْحَقُّ وَزَهَقَ الْباطِلُ إِنَّ الْباطِلَ كانَ زَهُوقاً).

همدا راز د تبوک د غزا ځېنې پېښې د هجرت د نهم کال په همدغې مياشت کې شوې دي، د تبوک غزا لښکر ته په نبوي سېرت کې (جېش العسرة) ېعنې د سختۍ لښکر هم وايي، ځکه چې هغه له يوې خوا د سحتې ګرمۍ په وخت کې وه او له بلې خوا د مېوو او غلو دانو د حاصلاتو راټولولو موسم و او له بلې خوا مسافه ‌ډېره لرې وه… خو سره له دې هم صحابه کرامو د روژې په مياشت کې دا هر څه پر ځان ومنل او د ( حی علی الجهاد) غږ ته يې لبيک وويلو.

د هجرت په (۹۲ هجري قمري کال) کال په همدې مياشت کې اسلامي لښکرې د طارق بن زياد په مشرۍ اندلس ته ننوتې او د هغې نه يو کال وروسته په همدې مياشت کې غازيانو د ځوان قوماندان محمد بن القاسم په مشرۍ سند فتح کړ.

د (۵۴۴) رمضان په مياشت کې د لومړي ځل لباره مسلمانان د عماد الدين زنګي په قوماندانۍ د شام په شمال کې د صليبيانو په لښکرو باندې برېالي شول او بيا د برياوو لړۍ وغځېده او په (۵۸۳ ) کال د صلاح الدين ايوبي په قوماندانۍ د حطين په جګړه کې د صليبيانو ملا ماته کړه، چې همدا غزا بيا د بېت المقدس څخه د صليبيانو د شړلو پېلامه شوه.

همدا راز د (۶۵۸ ) کال د روزې د مياشتې په (۲۵) تاريخ مسلمانانو د سيف الدين قطز په قوماندانۍ د عين جالوت په تارېخي جګړه کې اول ځل د تاتار( مغولو) لښکرې تارو مار کړې. هغه جګړه چې د سلطان العلماء امام عزالدين بن عبد السلام فتوې پکې بنسټېزه اغېزه درلوده او د سيف الدين قطز د (وا اسلاماه!) زړه لړزونکې چيغې پکې د غازيانو په زړونو کې د غزا ولولې څپانده کړې…

دا او داسې نورې سترې فتحې ډېرې په همدې مياشت کې د مسلمانانو په برخه شوې دي، دا کار که له ېوې خوا ددې مياشتې په فضل او برکت باندې دلالت کوي له بلې خوا دا حقيقت هم روښانه کوي چې پخوانيو مسلمانانو دې مياشت ته د جهاد، عمل او زيار اېستلو او رحمتونو د تر لاسه کولو مياشتې په سترګه کتل او هغه د هغوی د ارمانونو ځولۍ وه. دغه مياشت د هغوی په نزد کې د خوب، لټۍ او تنبلۍ مياشت نه، بلکه د خوځښت او فعاليت مياشت وه.

خو له بده مرغه چې نن سبا ډېرو ته دغه مياشت د خوب او ارام مياشت لا څه بلکه د عيش او نوش او ساعت تېرۍ مياشت ښکاري. مونږ او تاسې ګورو چې نن په اکثره اسلامي هېوادونو کې د شعبان د مياشت له پېله په تلوېزنونو کې همدا اعلانونه راځې چې د روژې په مياشت کې به دغه او هغه ډرامې او سريالونه وړاندې کېږې، لکه پخوا به چې زمونږ په هېواد کې ځای ځای زېري او اعلانونه کېدل چې (به مناسبت حلول شهر رمضان مبارک) د روژې د مبارکې مياشتې په مناسبت به په فلاني هوټل کې فلانی ډم ېا فلانۍ ډمه کنسرت ورکوي.

د خواشېنۍ ځای دی چې نن سبا روژه د ډېرو مسلمانانو سره د تلويزون مخ ته شپه تېرولو او د ډول ډول هوسي خوراک او څښاک مياشت ده. په ېقين سره ويلی شو چې که څوک ددې خلکو د روژې او بوزې خوراک او لګښت سره پرتله کړي نو که د روژې ترې زيات نه وي کم به هم نه وي. نو ايا روژه د همدې مياشت ده؟

شک نشته چې دا ډول روژه نېول هسې روژه نه ده لکه چې ښايې ، پدې ډول روژه نېولو کله هم د روژې نيولو شرعي مقصد ( تقوی) نه شي حاصلېدلی ( يا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيامُ كَما كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِنْ قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ).
په هر حال، الله تعالی دې مونږ او تاسې ته توفيق راکړي چې ددې حالت په بدلولو او سمولو کې اول فکر او بېا هڅه وکړو، ګوندې وې چې الله تعالی مو حالت بدل کړي: ( إِنَّ اللَّهَ لا يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتَّى يُغَيِّرُوا مَا بِأَنْفُسِهِمْ).

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx